د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې د نومبر پر اتمه د پناه غوښتو لپاره د مهاجرینو پر درخواستونو نوي بندېزونه ولګول.
په دې سره د میکسیکو له جنوبي سرحد امریکا ته په غیر قانوني توګه د پناه غوښتونکو په ورتګ پابندي ولګول شوه.
د پناه غوښتونکو د حقونو لپاره کارکونکو د دغه ګام غندنه کړی او ویلي یې دي چې دا د امریکا د اوسني هغه قانون سرغړونه کوي چې هغو پناه غوښتونکو ته په هر حال کې پناه ورکول کېږي چې له خپل هیواده د ځورېدنې او تشدد له امله تښتېدلي وي.
خو سپینه ماڼۍ دریځ لري چې ولسمشر ټرمپ که ګڼي چې دا د قامي مفاد لپاره ضروري ده نو د مهاجرو د مخنیونې صلاحیت لري.
چارواکي وايي، د نوې امریکايي قانون له مخه په جنوبي سرحد داخلېدونکو یوازې هغو مهاجرو ته به پناه ورکول کېږي چې په قانوني توګه د ورننوتو لپاره جوړو رسمي ځایونو کې خپل درخواست وکړي.