د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کیليفورنیا په شرابخانه کې ډزې، ۱۳ کسان وژل شوي


د کیلفورنیا هغه شرابخانه چې پکې ډزې شوې دي
د کیلفورنیا هغه شرابخانه چې پکې ډزې شوې دي

په کلیفورنیا کې د پولیسو یو ځايي مشر وايي، په یوه شرابخانه کې د ډزو له کبله ۱۳ کسان وژل شوي چې پکې یو مشکوک وسله وال او د پولیسو یو سرتېری هم شامل دي.

پولیس وايي د نومبر پر اوومه شپې مهال، په شوې پېښه کې ۱۰ کسان ژوبل هم دي.

دوی وايي، کله چې وسله وال ډزې پیلولې په بار یا میخانه کې سلګونه کسان موجود ول.

د پولیسو یو مشر جوزف ډین وايي، د دوی یو سرتیري ران هیولز چې کله د پېښې په ځای کې ځوابي کارروايي کوله نو د وسله وال په ډزو ولګېد چې بیا روغتون کې په روغتون کې ومړ.

چارواکو دا نه دي ویلي چې وسله وال تن څنګه ووژل شو؟

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG