د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیه بي بي په پاکستان کې ده: د بهرنیو چارو وزارت


پر اسیې بي بي د پیغمبر د سپکاوي تور پورې شوی وو
پر اسیې بي بي د پیغمبر د سپکاوي تور پورې شوی وو

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي د خوشې کولو او له هېواده د بهر تګ رپورټونه رد کړي دي.

رسنیو د نومبر پر اوومه ویلي ول چې د سپریم کورټ له فیصلې سره سم، نوموړې د ملتان له زندانه اسلام اباد او بیا له هېواده بهر لېږدول شوې.

خو د نومبر پر اتمه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د رسنیو خبرونه ناسم دي.

ده وویل، اسیه بي بي په پاکستان کې په یوه خوندي ځای کې ساتل شوې.

فیصل له خبریالانو وغوښتل چې د خبرونو تر خپرولو مخکې دې یې په اړه تصدیق کوي.

فیصل وویل، د مذهب سپکاوي په قضیه کې د اسیې بي بي د خوشې کولو په اړه په سپریم کورټ کې خپلې فیصلې ته د بیا کتنې درخواست داخل شوی او قانوناً له هېواده بهر نشي تللای.

د قانوني چارو پوه نور عالم خان مشال راډیو ته وویل، د پرېکړې بیا کتنې پر مهال که عدالت دا وګڼي چې یو کس دې ورحاضر شي نو بیا ښايي له هېواده د بهر تګ اجازه ونلري.

دی وايي، که داسې نه وي نو بیا قانوناً څوک د چا په تګ راتګ بندیز نشي لګولای.

د پاکستان چارواکي وايي، د بریدونو له ویرې اسیه بي بي د نومبر پر اوومه نېټه د پنجاب له ملتان زندانه له هوايي لارې په اسلام اباد کې یو ناڅرګنده ځای ته يوړل شوه.

بي بي د مذهب سپکاوي په تور کې اته کاله په زندان کې تېر کړي دي خو د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه سپریم کورټ بېګناه وګرځوله او د خوشې کولو حکم يې ورکړ.

د عدالت د فيصلې پر ضد په پاکستان کې سخت دريځې مذهبي ډلې تحريک لبيک او نورو مذهبي ګوندونو له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې اسيه بي بي دې په دار وځړول شي.

د تحريک لبيک او حکومت ترمنځ تر موافقې وروسته مظاهرې پای ته ورسېدې.

په موافقه کې حکومت د مذهبي ډلې دا شرطونه منلي ول چې د اسيه بي بي نوم به تر قانوني کارروايۍ وروسته له هېواده د ممنوع الخروج کسانو لېسټ ته اچوي او فيصلې ته د عدالتي بيا کتنې په درخواست کې به مداخله نه کوي.

هلته د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپریدي د نومبر پر اتمه د سېنېټ یوې غونډې ته وویل چې د اسیې بي بي نوم یې له هېواده د ممنوع الخروج کسانو لېسټ ته نه دی اچولی.

دی وايي، تر هغو چې نوموړې عدالت مجرمه نه وي بللې، حکومت د دې کار واک نه لري.

د اسيې بي بي وکيل سيف الملوک د نومبر پر شپږمه نېټه له مشال راډیو سره په مرکه کې ويلي ول چې نوموړې ۵۰ کلنه ده او د دوو لوڼو مور ده چې يوه لور يې ذهني ناروغه ده.

XS
SM
MD
LG