د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهب سپکاوي له توره بري شوې اسيه بي بي خوشې شوه


پر اسیې بي بي د پیغمبر سپکاوي تور دی
پر اسیې بي بي د پیغمبر سپکاوي تور دی

پراګ - د سپریم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي له توره سپینه شوې عیسوۍ ښځه اسیه بي بي خوشې او خوندي ځای ته وړل شوې ده.

د اروپايي پارلېمان مشر انتونیو تیاني د نومبر پر اوومه نېته شپې ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې اسيه بي بي له زندانه خوشې شوې او يو خوندي ځای ته منتقله شوې ده.

هغه زياته کړې چې د پاکستانيو چارواکو مننه کوي او له اسیې بي بي او کورنۍ سره يې ډېر ژر چې په اروپايي پارلېمان کې لیدو ته سترګې په لار دی.

​د بي بي وکیل سیف الملوک د نومبر پر اوومه بي بي سي ته ویلي چې هغه د کورنۍ له نېږدو غړیو سره په الوتکه کې له پاکستانه بهر وړل شوې ده.

هغه د کورنۍ له نېږدو غړیو سره په الوتکه کې له پاکستانه بهر وړل شوې ده.
سیف الملوک

البته هغه زياته کړه چې ورته مالومه نه ده چې کوم ځای ته انتقال شوې ده.

خو د پاکستان سرکاري راډيو وايي، د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل د اسيه بي بي له هېواده د وتو په اړه رپورټونه رد کړي دي.

هغه د نومبر پر اتمه نېټه ويلي چې اسيه بي بي لا هم په هېواد کې ده.

​د چارواکو په وینا، د بریدونو له ویرې اسیه بي بي د نومبر پر اوومه نېټه د پنجاب له ملتان زندانه له هوايي لارې په اسلام اباد کې یو ناڅرګنده ځای ته يوړل شوه.

بي بي د مذهب سپکاوي په تور کې اته کاله په زندان کې تېر کړي دي خو د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه سپریم کورټ بېګناه وګرځوله او د خوشې کولو حکم يې ورکړ.

د عدالت د فيصلې پر ضد په پاکستان کې سخت دريځې مذهبي ډلې تحريک لبيک او نورو مذهبي ګوندونو له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې اسيه بي بي دې په دار وځړول شي.

د سپيم کورټ له خوا د اسيه بي بي بې ګناه ګرځولو د فيصلې پرضد په پاکستان کې پرتشدده مظاهرې وشوې.
د سپيم کورټ له خوا د اسيه بي بي بې ګناه ګرځولو د فيصلې پرضد په پاکستان کې پرتشدده مظاهرې وشوې.

د تحريک لبيک او حکومت ترمنځ تر موافقې وروسته مظاهرې پای ته ورسېدې.

په موافقه کې حکومت د مذهبي ډلې دا شرطونه منلي ول چې د اسيه بي بي نوم به تر قانوني کارروايۍ وروسته له هېواده د ممنوع الخروج کسانو لېسټ ته اچوي او فيصلې ته د عدالتي بيا کتنې په درخواست کې به مداخله نه کوي.

د اسيې بي بي وکيل سيف الملوک د نومبر پر شپږمه نېټه له مشال راډیو سره په مرکه کې ويلي ول چې نوموړې ۵۰ کلنه ده او د دوو لوڼو مور ده چې يوه لور يې ذهني ناروغه ده.

XS
SM
MD
LG