د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا لوی څارنوال استعفا وکړه

د امریکا اټارني جنرل جف سېشنز د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وینا له خپلې چوکۍ استعفا ورکړې ده.

د هېواد د ستر قانون عملي کوونکي په توګه د نوموړي له استعفا وروسته د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلت په اړه د ځانګړي سلاکار رابرټ مولر له خوا روانې پلټنې له بې یقینۍ سره مخامخ شوي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، جف سېشنز د نومبر پر اوومه د یو لیک له لارې ولسمشر ټرمپ ته استعفا لیږلې وه چې ولسمشر منظوره کړه.

دې اقدام د ډېموکراټ ګوند غوصه پارولې ده، ځکه هغوي غوښتنه کړې وه چې باید هغه پلټنې دې خوندي کړل شي چې د ځانګړي سلاکار رابرټ ملر ترسره کړې وې.

د امریکا د ۲۰۱۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مبینه مداخلت او د ولسمشر ټرمپ د ملګرو او روسي چارواکیو ترمینځ د ملاقاتانو په اړه د رابرټ ملر په پلټنو د عمل کولو واک د امریکا د انصاف له وزارت سره دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG