پراګ - د ناټو اتحاد د ۱۰ غړو هېوادونو شاوخوا ۱۷،۵ نیم زره ځواکونو په پولینډ او بالټیک هېوادونو کې په پوځي مشقونو کې برخه اخېستې ده.
دا مشقونه د نومبر پر اوومه پیل شوي دي.
د پولینډ دفاع وزارت وايي چې د (اناکونډا) په نوم دا پوځي مشقونه له دې وړاندې په دغه هېواد کې نه دي ترسره شوي.
په دې کې ۱۲نیم زره پولینډي سرتېري برخه اخلي.
له دې سره د ناټو د غړو هېوادونو ۵۰۰۰ سرتېري په اېستونیا، لاتویا او لېتوانیا کې په دې پوځي مشقونو کې ګډون کوي.
په دې کې په بالټیک سمندرګي کې ځېنې بحري مشقونه هم شامل دي.
وزارت ویلي، دا مشقونه به د نومبر تر ۱۶مې نېټې دوام لري، چې موخه يې د پوځ د بېلا بېلو برخو ترمنځ همکاري ډېرول دي.
په ۲۰۱۴ز کال کې د روسیې له خوا د کریمیا سیمه له ځان سره د یو ځای کولو وروسته د پولینډ او درو بالټیک هېوادونو په ګډون د مشرقي اروپا ځېنو نورو هېوادونو د خپل امنیت په اړه فکرمند ول.
امریکا د اوکراین تر بحران وروسته، د روسیې د مخې نیولو لپاره په سیمه کې خپل ځواکونه په ځای کړي دي او د ځېنو ځواکونو ځایونه يې بدل کړي دي.