د بریتانیا، فرانس، اټالیې او جرمني جټ الوتکو په مغربي اروپا د الوتکو د الوت د مخنیوي مشقونه کړي.
دا د ناټو د هغه پوځي مشقونو برخه ده چې د اروپا هوايي حدونو ته د روسیو الوتکو د مخنیوي لپاره يې کوي.
د ناټو پوځي مشقونه د چارشنبې په ورځ په داسې وخت رامنځ ته شول چې روسیه هم خپل تر ټولو لوي پوځي مشقونه کوي چې په کې يې خپل پرمخ تللي فضايي دفاعي نظام څرګند کړی.
دا مشقونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د روسیې او مغرب ترمینځ د اوکراین او شام په سر اړیکې ترینګلې دي او په روسیه د امریکا او اروپايي ټولنې په انتخاباتو کې د مداخلت تورونه دي.