د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان: ترکیه پر ایران د امریکا بندیزونو ته غاړه نه ږدي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد به یې د امریکا لخوا د ایران پر تیلو او شپنګ صنعت په نویو بندیزونو عمل ونه کړي.

د نومبر پر شپږمه په انقره کې خبریالانو ته اردوغان وویل، دا ګامونه نړۍ غېر متوازنه کوي او زیاته یې کړه دوی په یوه سامراجي نړۍ کې ژوند کول نه غواړي.

نوموړي وویل، دوی له ایرانه ۱۰ اربه کیوبک میټره قدرتي ګېس اخلي او خپل خلک له یخنۍ نه شي وژلای.

ده وویل، هغه به په روانه اونۍ کې په پېرس کې د لومړي نړیوال جنګ د ختمېدو په یادګاري سرمشریزه کې له امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په دې خبرې کوي.

امریکا د ۲۰۱۵م کال د ایټمي تړون د وتلو وروسته د نومبر پر پنځمه په ایران بندیزونه بیا عملي کړل.

ترکیې د ایران د تېلو یو لوی خریدار دی او د راروانو شپږو میاشتو لپاره اجازت لري چې له دغه هېواده خام تېل واخلي.

له دې وړاندې تېره ورځ په جاپان کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي د ایران یوازې کول به خطرناکه خبره وي او زیاته یې کړه د ترکیې او جاپان لپاره به ګرانه وي چې د تېلو او ګېس د ضرورتونو پوره کولو لپاره یو بل هېواد پېدا کړي.

مولود چاوش اوغلو وویل، دوی باور نه کوي چې دغه بندیزونه به څه نتیجه ورکړي.

ده زیاته کړه د ده په فکر مذاکرات او خبرې د بندیزونو نه زیاتې ښې ثابتېدای شي.

په دې اړه نور ولولئ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG