د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیې وکیل: له پاکستانه م م او اي یو رااېستلی یم


سیف الملوک چې دا مهال په هالېنډ کې دی، په ۵ نومبر په هېګ کې خبرې غونډه وکړه
سیف الملوک چې دا مهال په هالېنډ کې دی، په ۵ نومبر په هېګ کې خبرې غونډه وکړه

اې اېف پي خبري اژانس د هغې عيسوۍ ښځې اسیې بي بي له وکيل سیف الملوک سره خبرې کړي دي چې د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان ستر عدالت د مذهبي سپکاوي له جرمه سپینه کړې وه.

د هالېنډ په هېګ ښار کې سیف الملوک له یاد اژانس سره په خبرو کې ويلي چې ژوند ته د خطر له وجې یې د ملګرو ملتونو او يورويي يونين په وينا د خپلې خوښې برخلاف پاکستان پرېښود.

سیف الملوک چې دا مهال په هالېنډ کې دی، په دوشنبه په هېګ کې يوې خبرې غونډې ته ویلي چې کله د اسیې بي بي د خوشېکېدو تر پرېکړې پس په پاکستان کې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې پیل شوې نو هغه په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو له يوه چارواکي سره رابطه وکړه، بیا د ملګرو ملتونو او يورويي يونين سفيرانو دی له ځان سره درې ورځې وساتلو او بیا یې د خپلې خوښې خلاف په الوتکه کې کښېنولو او له هېواده يې واېستلو.

د يوې پوښتنې په ځواب کې سیف الملوک ويلي چې هغه د ملګرو ملتونو او يورويي يونين چارواکیو ته په کلکه وويل چې پاکستانتر هغو نه پريږدم چې اسیه بي بي مې هم له ځانه سره نه وي بيولې، خو د ده په خبره هغوی وويل چې دا مهال تر ټولو مهم هدف ته يې نو ځکه له هېواده بهر ولاړ شه اوویل یې چې ټوله نړۍ د اسیه بې بې په پلو ده او د هغې خيال ساتي.

داژانس په خبره سیف االملوک وويل چې دغه چارواکی په دې اند وو چې زما ژوند ته څرګنده خطره ده او که احتیاط و نه کړل شي نو څو ک به یې ووژني. د ده په خبره تر درېو ورځو پورې زه په يوه ودانۍ کې بند ووم او د دروازې پرانیستو اجازت هم نه وو. سیف الملوک زیاته کړه چې بیا یې په پاکستان کې د فرانس له سفير سره ټليفوني رابطه وکړه او ورته مې وويل چې زه دلته پاته کېدل نه غواړم.

د تېر خالي په ورځ د پاکستان تر پرېښودو نه مخکې سیف الملوک رسنيو ته ويلي ول چې په موجوده حالاتو کې په پاکستان کې يې ژوند کول ګران شوي دي. هغه د اتوار په ورځ د اټلي په روم ښار کې تر يوې وړې دمې پس د هالينډ هيګ ښار ته ورسېدلو. له هغه سره دا مرسته يوې هالېنډۍ غير-ولتي ادارې کړې ده چې په نړۍ کې د عيسوي اقليتونو د حقونو لپاره کار کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت د مظاهرو تر شا مذهبي ګوند تحریک لبيک سره يوه لوظنامه کړې خو د اژانس په خبره سیف الملوک په دې کانې دی چې دا لوظنامه يوه پلمه ده او هغه ۱۰۰ فيصده مطمین دی چې اسیه بي بي به ډېره زر خوشې شي.

د اسیې بي بي پرېښودلو خلاف مظاهرې دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

XS
SM
MD
LG