د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب خپل لومړی اټومي پروګرام اعلان کړ

د سعودي عرب اټومي پروګرام.
د سعودي عرب اټومي پروګرام.

سعودي سرکاري رسنۍ رپوټ ورکوي چې ولي عهد محمد بن سلمان د نومبر پر پینځمه د توانايي متبادلو ذرایعو لپاره د هېواد اولنی اټومي څېړنیز مرکز اعلان کړ.

سعودي چارواکي د خپل حریف ایران د اټومي توانايي پرګرامونو پر مختګ ته په کتو سره وايي، پلان لري چې په راتلونکیو شلو کلونو کې به د ۸۰ اربه ډالرو په لګښت دغه شان نور ۱۵مرکزونه هم جوړوي.
که څه هم سعودي عرب ویلي چې د اټومي پروګرام یواځینی مقصد یې د ګېس او تیلو تر څنګ د توانايي نویو وسیلو ترلاسه کول دي خو په غربي نړۍ کې اندېښنې را پاریدلي چې د سعودي او ایران ترمنځ د اټومي وسلو جوړولو سیالي پیل نشي.

د ایران په څیر سعودي عرب هم وايي چې اټومي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو لپاره دی خو سږ کال په مارچ کې محمد بن سلمان خبرداری ورکړی وو چې که ایران اټومي وسله جوړوي نو سعودي عرب به یې هم جوړوي.

XS
SM
MD
LG