د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پر ايران تازه بنديزونه لګولي


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

پر ايران د امریکا تازه بنديزونه چې ولسمشر ټرمپ ترټولو سخت بللي پلي شوي دي.

بنديزونه د ايران انرژۍ، سمندري بېړيو، د بېړۍ جوړونې صنعتونو او د مالي څانګې پرضد دي.

په داسي حال کې چې بنديزونه د نومبر د پنځمې سهار وختي پلي شول د امريکا چارواکو يې په سمدستي توګه رسمي اعلان ونکړ.

دا د واشنګټن د هغو هڅو برخه ده چې پر ايران فشار زيات کړي چې خپله رويه بدله کړي او په سيمه کې خپلې هغې سرګرميانې ختمي کړي چې امريکا يې شيطاني يا تاوان رسونکې کړنې بولي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې سهار وختي په سرکاري ټيليويزن د وينا پرمهال وويل، ايران به د تېلو خرڅلاو جاري و ساتي او بنديزونه به ماتوي.

تر دې څو ساعته وړاندې ولسمشر ټرمپ ويلي وو، دا پر ايران تراوسه پورې په لګېدونکيو بنديزونو کې ترټولو سخت دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG