د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو ستونزې به څنګه هوارې شي؟


د خېبر دروازه
د خېبر دروازه

چارسده: په غني خان ډېرۍ کې د باچاخان مرکز پېښور په اهتمام په یوه غونډه کې پوهانو د هغو ستونزو او چیلنجونو په اړه خبرې وکړې چې د پخوانیو قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو نه پس مخې ته راغلي دي.

د پاکستان حکومت که څه هم قبايلي سيمې د خېبر پښتونخوا سره يو ځای کړي خو لا هم ځينې پوښتنې موجودې دي، مثلا کله به دا کار په عملي ډول وشي؟ د خلکو اقتصاد ته يې نقصان دی او که ګټه؟ د ټيکسونو، عدلیې او امنيت نظام به څرنګه وي؟ په دې لاره کې خنډونه څه دي او څنګه يې حل راويستل کېدای شي؟

د دې ټولو پوښتنو ځوابولو لپاره په چارسده کې يوه غونډه شوې چې پکې پوهانو په یاده موضوع خبرې وکړې.

غونډې ته د وینا پر مهال د خېبر پښتونخوا ی پخواني چارواکي سیداختر علي شا وویل په دې لاره کې خنډونه موجود دي خو حکومت یې د لرې کولو هڅې کوي.

(( لوی چیلنجونه ډېر دي چې پکې د پولیسو تعیناتي، د عدالتونو نظام او د ټیکسونو نظام شامل دي. اوس د اجتماعي ذمه وارۍ وخت تېر شو او د انفرادي ذمه وارۍ بندوبست کول هم یو لوی چیلنج دی.))

نوموړی وايي د لیویز او خاصه دار ځواکونو د پولیسو لیکو ته راوستل هم یو چیلنج دی او د دغو ستونزو هواری مشکل دی خو ناممکن نه دی. د اختر علي شا په وینا حکومت به په ورو ورو په قبایلي ضلعو کې د ښاري سیمو په شان اصلاحات راولي او خلک به ورسره بلدېږي.

د شهزاد خان په نوم یو ځوان چې د دغې غونډې د مسوولینو څخه وو مشال راډیو ته یې وویل، د نوي حکومت لپاره به لازمه وي چې د پخوانیو قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د شاملېدو نه پس مخې ته راغلو چیلنجونو د لرې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ملاکنډ پوهنتون استاد زرشادخان وايي خلک په دې خوشاله دي چې فاټا په پښتونخوا صوبه کې شامله شوه خو د ده په شان ډېری خلک له هغو ستونزو نه وو خبر چې په دې لاره کې ورته پراته دي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز پخواني حکومت سږکال د مې پر ۲۵ مه له پارلېمانه د قانون په منظورولوسره فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړې وه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام فضل الرحمن ډلې په پارلیمان او دباندې ددې مخالفت کړی وواو غوښتنه يې کړې وه چې پر دې موضوع دې په قبايلي سيمو کې رېفرنډم وشي.

XS
SM
MD
LG