د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: پر تهران بنديزونو لړ کې به اته برخه وال مصونيت ولري


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

امریکا وایي د ایران پر تېلو او مالیاتي صنعتونو باندې په دریو ورځو کې د لګېدونکو نویو بندیزونو په لړ کې به اته برخه وال په موقتي توګه مستثنی وي خو واشنګټن به په جدي توګه دغه ګامونه عملي کوي چې مقصد یې پر تهران زیات نه زیات فشار اچول دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون (د نومبر پر دویمه) خبریالانو ته پر ټېليفون د معلوماتو ورکولو پر وخت له نور وضاحت ورکولو ډډه وکړه چې کوم هېوادونو یا ادارې به له بندېزونو مستثنی ګرځول کېږي خو وې ویل چې دغه نوملړ به د نومبر پر پنځمه په ولسي کچه په ډاګه کړل شي.

پامپیو د دې وضاحت هم و نه کړ چې ایا د هغه اشاره اتو هیوادونو ته وه که سیاسي اتحادي ډلو ته. خو البته وې ویل چې اروپايي اتحادیې ته به له بندیزونو استثنی نه ورکول کیږي.

د ترکي چارواکو په جدا بیانونو کې وویل چې استثنی ورته ورکړل شوې ده. واشنګټن غواړي د ایران د تېلو پر صنعت هغه بندیزونه بيا بحال کړي چې د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون په لړ کې له تهرانه لیري شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG