د اکتوبر پر ۳۱مه چې د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي د خوشې کولو پرېکړه وکړه نو د مذهبي ډلو پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او د اعلا عدالت د قاضیانو پر ضد یې نعرې ووهلې.