د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت پښتونخوا او قبایلو کې بې وزلو ته روغتیايي بیمه کارډونه ورکوي


د اسلام اباد په پېمز کې یوه نرسه د نوي زېږېدلي ماشوم معاینه کوي
د اسلام اباد په پېمز کې یوه نرسه د نوي زېږېدلي ماشوم معاینه کوي

پراګ - د پاکستان د عامې روغتیا وزیر وايي، د ملګرو ملتونو د دایمي پرمختیا اهدافو ترلاسه کولو ته ژمن دی او د دې لپاره څو اړخیزه اقدامات کوي.

عامر محمود کیاني د اکتوبر ۳۱مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د مور و ماشوم د خراب صحت او مړینو د تناسب لوړوالی څو عوامل لري. د ده په خبره، د روغتیا وزارت د کلونو تر هڅو وروسته اوس ۶۰ فیصده خلک حامله ښځې د ماشوم زېږون لپاره روغتون یا د صحت مرکزونو ته بیايي.

دی وايي، اوس هم ۴۰ فیصده ماشومان په کورونو کې زېږي چې له وجې یې د مور و ماشوم د مړینې تناسب زیات دی.

دا څرګندونې نوموړي تر هغې وروسته وکړې چې د اکتوبر پر ۲۹مه د روغتیا نړیوالې ادارې د پاکستان په اړه په یوه تازه رپورټ کې ویلي چې په هغه هېواد کې د مور و ماشوم د صحت او مړینو شرح لوړه ده.

دلته غریبي زیاته ده او زموږ بچي او ښځې یو شمېر روغتیايي ستونزې لري. ورسره دلته ښځې ژر، ژر حامله کېږي. نو موږ یوه جامع پالیسي جوړوو.
عامر محمود کیاني

رپورټ وايي، په پاکستان کې اوس هم د کلیو او وروسته پاتې سیمو ګڼ ماشومان تر پېنځمې کلیزې مخکې مري.

دا رپورټ ډبلیو اېچ او او د پاکستان روغتیا وزارت په ګډه خپور کړی چې موخه یې د دایمي پرمختیا اهدافو ته د رسېدو لارې چارې لټول دي.

د پاکستان د روغتیا وزیر عامر محمود کیاني وايي، د ټولو صوبو د روغتیا له وزارتونو سره یو ځای یوه جامع صحي پالیسي جوړوي:

"د ټولو صوبو د روغتیا له وزیرانو سره مې درې غونډې کړې دي او د صحت عمومي پالیسي به تیاره شي. همدا زموږ لومړیتوب دی ځکه چې زموږ په هېواد کې زیاتره ماشومان په روغتونونو کې نه بلکې په کورونو کې زېږي. نو موږ د وړیا درملنې او د غذاییت کارډونه ورکوو. بل تاسې خبر یاست چې پاکستان ډېرې مسلې لري، لکه دلته غریبي زیاته ده او زموږ بچي او ښځې یو شمېر روغتیايي ستونزې لري. ورسره دلته ښځې ژر، ژر حامله کېږي. نو موږ یوه جامع پالیسي جوړوو."

په ډېره مراد جمالي کې یوه ښځه سره د ماشوم د بې پولې ډاکترانو روغتون ته ورغلې
په ډېره مراد جمالي کې یوه ښځه سره د ماشوم د بې پولې ډاکترانو روغتون ته ورغلې

د کیاني په خبره، په پاکستان کې د بې وزلۍ له کبله یو لوی اکثریت خلک سم او معیاري علاج نشي کولای نو ځکه د روغتیا وزارت هغو کسانو ته د صحي بیمې یا انشورنس کارډونه ورکوي چې د ورځې له یو څخه تر دوو ډالرو پورې امدن لري.

دی وايي، د قبایلو ټولو وګړو ته به دا کارډ ورکوي:

"په خیبر پښتونخوا کې مو وار له مخه ډېرو خلکو ته د روغتیايي بیمې کارډونه ورکړي او که خدای کول نو په ۱۰۰ فیصده یعننې ټولو قبایلي سیمو کې د دې کارډونو ورکولو بهیر بشپړوو. فنډ به هم ورته برابر شي. تر اوسه څه د پاسه ۵۰ لاکه کسان دا کارډ لري او تر راتلونکي کاله به شاوخوا درې کروړه خلک صحي بیمه ولري."

د روغتیا نړیوالې ادارې تازه رپورټ وايي، په ۲۰۰۰ز کال کې د پاکستان په یو لاک ښځو کې به ۲۹۰ د زېږون پر وخت مړې شوې خو اوس دا شمېر ۱۶۰ ته ښکته شوی.

البته د ملګرو ملتونو ټاکلی هدف وايي چې پاکستان باید تر ۲۰۳۰ز کاله، د زېږون پر مهال د میندو د مړینې شمېر له ۷۰ څخه ورکم کړي.

رپورټ زیاتوي، اوسمهال په هېواد کې له ۱۰۰۰ څخه ۷۵ ماشومان تر پېنځه کلنۍ مخکې مري او د روغتیا نړیواله اداره وايي چې دا شمېر باید تر ۲۰۳۰ز کاله له ۲۵ څخه ټیټ شي.

خو د روغتیا وزیر عامر محمود کیاني زیاتوي چې کله خلک د صحي بیمې کارډونه واخلي نو د پېنځه لاکه روپیو په لګښت د وړیا علاج اسانتیا به ولري چې ورسره به د کم عمره ماشومانو د مرګ تناسب ښکته شي.

XS
SM
MD
LG