د لاسرسي ځای

تازه خبر

راپورونه: چين او هند پر بندیزونو سربېره له ايرانه تېل اخيستو ته تيار دي


د راپورونو ترمخه هند او چین د امریکا لخوا پر بندیزونو سربېره تیار دي چې له ایرانه تيل واخلي.

له ایران څخه د تیلو په اخیستلو به وروستي امریکايي بندیزونه د نومبر پر پنځمه عملي کېږي خو بېلا بېلې رسنۍ راپورونه ورکوي چې هند او چین د واشنګټن لخوا د ایراني تیلو خرڅلاو صفر ته د راوستلو خبره نه مني او وايي چې په نړۍ کې د ایران د تیلو کمی کوم بل هېواد نشي پوره کولی. چین او هند په نړۍ کې د ایراني تیلو تر ټولو لوی خریدار دي.

واشنګټن د ۲۰۱۵م کال له اټومي لوظنامې څخه تر وتلو وروسته پر تهران یو وار بیا بندیزونه لګولي دي. ایران دغه لوظنامه د امریکا په شمول د نړۍ له شپږو قوتونو سره کړې ده. خو چین په ډاګه ویلي چې د دې لوظنامې احترام کوي او له ایرانه د تیلو اخیستل به جاري ساتي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا پر هغو چیني کمپینو د بندیزونو ګواښ کړی چې له تهران سره راکړه ورکړه کوي.

دا راز هند په رسمي ډول ویلي چې له ملګرو ملتونو پرته په یو اړخیزه توګه لګول شوي بندیزونه نه مني. دواړه هېوادونه روایتي نزدې تعلقات لري.

بلخوا په ایشیا کې د ایراني تیلو اخیستو دوه نور لوی خريداران جاپان او جنوبي کوریا له تهرانه د تیلو پېرېدل بند کړي دي. خو داسې ښکاري چې د هند او چین لخوا د تیلو اخیستو ایران زړه ور کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG