د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام : د لسګونو کسانو د وژلو خبرداری ورکړل شوی


په شام کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د هغه هېواد په ختیځ کې د داعش په برید کې د کردانو په مشرۍ د امریکا ملاتړ لرونکي ځواک لږ تر لږه ۶۸ غړي وژل شوې دي.

یادې ډلې د اتوار پر ورځ ویلي چې په پيښه کې د شام ډیموکریټک ځواکونو شاوخوا سل تنه زخمیان شوې هم دي.

د بشري حقونو اداره وايي، دوی ته معلومه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ۲۰۰ وسله والو د فرات سیند په ختیځ کې د سوسه او باغوت کلیو بیرته نیولو لپاره حمله کړې وه.

یاده ډله وايي، په تېرو دوو ورځو کې د شام ډیموکریټک ځواکونو ۱۸۸ غړي وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG