د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د اکتوبر پر ۲۶مه د هغو ۱۴ کسانو د پانسۍ سزا تایید کړی دې چې پوځ یې ترهګر بولي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار په بیان کې ویلي چې دغو کسانو ته د پانسۍ سزا پوځي عدالتونو اورولې وه.
په سزا وارو کسانو د ترهګري، د بې ګناهو انسانو وژنې تر څنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو د بریدونو تورونه ول.
په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د سوات سيلګرۍ سيمې مالم جبه کې يې هوټل تباه کړې و.
تر دې مخکي د پوځ مشر د سېپټمبر په ۲۸مه د ۱۱ مشکوکو کسانو د مرګ سزا تاييد کړې و چې پوځ ترهه ګر ګرځولې وو.