د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مسکو کې د افغانستان سولې لپاره غونډه جوړېږي


تمه ده چې په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره راتلونکې اوونۍ غونډه جوړه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې دې غونډې ته خوشبینه دی.

روسيو رسنیو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړي وو چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم برخه واخلي.

تر دې مخکې روسیې غوښتل چې دا غونډه د سېپټمبر په څلورمه جوړه شي، خو هغه وخت د افغانستان او امریکا استازیو په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه او افغان ولسمشر اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره پر ټیلیفون خبرې وکړې او د دې غونډې د ځنډېدو موافقه یې وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG