د لاسرسي ځای

تازه خبر

اکبراغا: 'ملابرادر له معاملې پرته راخوشې شوی'


د طالبانو ځواکمن قوماندان ملابرادر چې له اتو کلونو راهیسې د پاکستان په یوه زندان کې و، خوشې شوی دی.

ملا برادر تر هغه نژدې دوې اوونۍ پس خوشې کړل شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ولیدل او د افغانستان د جګړې هوارولو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

ویل کېږي چې د ملا برادر د خوشېکولو هدف په ظاهره دا دی چې نوموړی به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره مرسته وکړي.

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو استازیو د اکتوبر په ۱۲مه له خلیلزاد سره په کتنه کې د ملابرادر او څو نورو طالب مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو دا چارواکی وايي چې برادر به په غالب ګومان په پاکستان کې وي او په قطر کې د طالبانو د دفتر، کابل او اسلام آباد ترمنځ به تګ راتګ کوي.

د ازادي راډیو خبریال احمد تکل د سولې په هڅو کې د ملا برادر د رول په اړه د طالبانو د واکمنۍ د مهال له یوه چارواکي اکبراغا سره خبرې کړي دي.

اکبر اغا د مرکې په پیل کې وویل چې د پاکستان حکومت یوازې ملابرادر او د طالبانو د واکمنۍ د مهال یو بل [ارواکی ملا عبدالصمد ثاني له بنده خوشې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG