د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي شازده فېیر: د فاټا پرمختیا لپاره به مرسته کوو


په پاکستان کې د امریکا شازده فېیر د خېبر پښتونخوا حکومت ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له دغه صوبې سره په پخوانۍ فاټا کې د روغتیا، تعلیم او ټولنیز پرمختګ په څانګو کې مرستې وکړي.

دا خبره شازده فېیر پاول جونز د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر محمود خان سره په پیښور کې د چارشنبې ورځ د لیدو پر مهال کړې ده.

په پېښور کې د اعلا وزیر له دفتره خپور شوی بیان وايي، په دغه لیدنه کې د پخوانۍ فاټا له خېبر پښتونخوا سره د ګډولو او هلته د اصلاحاتو پر عملي کولو او پرمختیايي چارو خبرې وشوې.

اعلا وزیر دا هم ویلي دي چې د قبایلي سیمو ولس ته به د روغتیايي اسانتیاو لپاره د صحت انصاف کارډونه ورکوي.

محمود خان دا هم ویلي په پخوانیو قبایلي سیمو کې د انتظامي ډانچې او اصلاحاتو عملي کولو لپاره مرستو ته اړتیا لري چې په ځواب کې ورته امریکایي شازده فېیر د مرستو ډاډ ورکړی دی.

بلخوا په پېښور کې د فاټا زده کوونکیو ټولنې په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په قبایلي سیمو کې د ناکرارۍ او ترهه ګرو بریدونو له کبله ګڼې تعلیمي ادارې یا خو له مینځه تللې دي او یا د امنیتي ځواکونو په قبضه کې دي.

دوی غوښتنه کوي چې قبایلي ولس ته دې جېلونه نه، بلکه سکولونه او کالجونه جوړ کړل شي او پر تعلیمي ادارو دې د امنیتيو ځواکونو قبضه پای ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG