د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پخوانیو قبایلي سیمو کې لا هم هغه نظام نافذ دی"


د پخوانیو قبایلي سیمو نقشه
د پخوانیو قبایلي سیمو نقشه

په دې سیمو کې د جولايي پر ۲۵مه د پاکستان د قومي اسمبلۍ لپاره انتخابات ترسره شو خو د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې یې لا پاتې دي.

د فاټا یوت مومنټ په نوم د پخوانیو قبایلي سیمو د ځوانانو ټولنې ویلي د اصلاحاتو د اعلان باوجود د قبایلي سیمو ولس اوس هم تر پخواني نظام لاندی ژوند تیروي او بنیادي بشري حقونه يي تر پښو لاندې کېږي.

د ټولنې مشر شوکت عزیز د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته ویلي چې د اصلاحاتو د عملي کولو په اړه به د وفاقي حکومت تر جوړیدو وروسته یوه جرګه راغواړي.

دی وايي په هغه جرګه کې به پر دې مسله بحث کوي.

له خیبر قبایلي ضلعې د پاکستان تحریک انصاف ګوندد قومي اسمبلۍ نوی منتخب شوی غړی اقبال اپریدی وایي دوی به دا مسله په پارلېمان کې پورته کوي چې قبایلي ولسته دې پوره اییني او قانوني حقونه زر تر زره ورکړل شي.

په دې سیمو کې د جولايي پر ۲۵مه د پاکستان د قومي اسمبلۍ لپاره انتخابات ترسره شو خو د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې یې لا پاتې دي.

یو شمېر ګوندونو او ځايي مشرانو غوښتنه کړې ده چې هلته دې هم زر تر زره د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې وشي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وړاندې ویلي وو چې په دې پخوانیو قبایلي سیمو کې به په یوه کال کې دننه د صوبايي اسمبلۍ لپاره هم ټاکنې کوي.

XS
SM
MD
LG