د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: امریکايي توغندي لګوونکي اروپايي هېوادونه به وولو


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، ماسکو به په اروپا کې هغه هیوادونه په نښه کوي چې امریکايي توغندیو ته ځای ورکوي.

نوموړي زیاته کړی که چیرې امریکا په اروپا کې د منځني واټڼ توغندي ځای پر ځای کړي، نو ماسکو به هم هغه هېوادونه وولي چې دغه توغندي یې لګولي وي.

په پنجشنبه دا بیان تر هغه وروسته راغلی چې د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له سرغړونو پس خپل تکل په ډاګه کړه چې له ماسکو سره د ۱۹۸۷ز کال د جوهري وسلو مخنیوي تړون پرېږدي.

پخواني شوروي اتحاد او امریکا نېږدې دوه زره اووه سوه توغندي له مینځه وړي دي، په دې کې ډېر توغندي د امریکا وو چې په اروپا کې ځای پر ځای کړل شوي وو او ددې لوظنامې د لاندې لیرې کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG