د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد د کندهار د پېښې په اړه د افغان ولسمشر ادعا رد کړه


ولسمشر غني: پاکستان دې د کندهار پېښې عاملین را تسلیم کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:45 0:00

ولسمشر غني: پاکستان دې د کندهار پېښې عاملین را تسلیم کړي

اسلام اباد د افغان ولسمشر هغه ادعا چې وایي، د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو، رد کړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې تر اوسه له پاکستان سره د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره قوي شواهد او استخباراتي معلومات نه دي شریک شوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د کندهار پر پخواني امنیه قوماندان د تېرې اوونۍ برید په پاکستان کې پلان شوی دی.

د اکتوبر پر ۱۸مه یوه کس چې پوځي یونیفورم یې اغوستی وو په کندهار کې د یوې امنیتي غونډي پر مهال د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د دې ولایت د استخباراتو مشر عبدالمومین حسېنخېل او یو خبریال په ډزو ووژل.

امریکایي جنرال جیفري سمایلي هم د هغو ۱۳ کسانو په لېست کې دی چې په هغې پېښې کې ټپیان شوي دي.

په افغانستان د ناټو او امریکایې ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم په هغه غونډه کې وو، خو زیان نه دی ورته رسېدلی.

افغان ولسمشر د سېشنبې په ورځ کندهار ته د سفر پرمهال ویلي چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی او له پاکستانه یې غوښتي چې په پېښه کې ښکېل کسان افغانستان ته وسپاري.

کابل او واشنګټن په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې یې یاغیانو ته ځای ورکړی دی، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG