د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: وزیرستان کې د عسکرو مبینه ځورونو ضد پرلت


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ږغ د خېبر پښتونخوا په په سهېلي ښارګوټي ټانک کې غورځنګیانو د دوشنبې په ورځ احتجاجي لریون او پرلت وکړ.

غورځنګیانو په ټانک کې د سهېلي وزیرستان مرستیال کمېشنر دفتر مخې ته پرلت ووهلو. دوی د جنوبي وزیرستان په وچه خوړه کې د امنیتي ځواکونو له له لوري پر ولس د مبینه ځورونو پرضد چیغې ورکولې.

د غورځنګیانو یوه مخور جمال مالیار له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په وچه خوړه ولمه کې په ۱۹م د اکتوبر په یوه برید کې دوه پاکستاني عسکر ووژل شول چې له هغه پسپه وچه خوړه، بهادرخېل، ایوبخېل او ولمه باندې سرکار ګرځبندیز (کرفیو) ولګولو. ځوانان او مشران یې له کورونو را-واېستل چې ډزې تاسو کړې دي او چې چا ډزې کړې دي هغوی ته تاسو ځای ورکړی دی. موږ ته بریدګر راوښیئ؟ موږ ورته ویل چې تاسو موږ وزیرستان ته راوستلو. تا [پوځ] وویل چې وزیرستان مو پاک کړی، دلته امن دی. بله دا چې د امنیت زمه واري د پوځ ده. په وزیرستان کې دېرش زره پوځ مېشت دی، سړکونه د ده دي، چاوڼۍ یې دي. او غرونه یې نیولي دي. موږ ورته وایو چې هرځای تا [پوځ] نیولی دی، بیا نو دا څوک دي چې تر دومره بندیزونو راتېر شي او ډزې وکړي مړي وکړي او بیا ولاړ شي. دا نن ځکه راوتلي یو چې پر پوځ مو ږغ کاوه چې د بېګناه خلکو له ځورولو او شکنجه کولو لاس واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخور مولانا طاهر هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې پوځ دې په سیمه کې له چاودنو او ډزو پس د ولسي وګړیو وهل او شکنجه کول پرېږدي. نوموړي وویل چې په هرکلي کې به پرلتونه پیلوي چې ترڅو دغه ګرځنبدیزونه (کرفیو) د تل لپاره بند شوي نه وي.

د دې احتجاجي لریون او پرلت کې هغه ژڼیو هم برخه واخیستله چې پاکستانیو امنیتي ځواکونو نیولي ول او بیا خوشې کړي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې له راخوشې کړل شویو کسانو څخه یو علي بادشاه یې په خبرو کې وویل، هغه پر ۱۹م اکتوبر چې پېښه وشوله موږ ډېری خلک په خپلو کورونو کښې ول یا هم په خوارۍ مزدورۍ اخته ول. نېږدې دوې ګنټې پس پوځیان راغلل، لاسونه او سترګې یې راوتړلې. پر مځکه یې پړمخې وپرزول، وهل ټکول یې پیل کړل. او په وهلو وهلو راباندې ستړي شول، موږ ته یې ویل هغه کسان راوښیئ چې زموږ عسکر یې وژلي دي. موږ ورته ویل چې هېڅ نه یو خبر. خو دوی لا هم زموږ ډېر کسان چې پکې د سکول وړکي (هلکان) هم دي له ځان سره بیولي دي.

د محمد په نامه یوه بل کس له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دوی په سیمه کې د پوځیانو د وژلو پېښه ګهیځ شوې وه او دوی [پوځ] ماسپښن زه او نور کسان له ځان سره یووړلو او ټوله شپه یې سړې اوبه راباندې تویولې. وهلی یې یم. دا دی یو سترګه مې اوس هم پړسېدلې ده.

غورځنګیانو تر نن ماځیګره پر دې شرط خپل احتجاج ځنډولی دی که پوځنیول شوي کسان ورخوشې نه کړي نو خپل لریونونه او پرلتونه به هرځای پیلوي.

XS
SM
MD
LG