د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او نړۍ ځینو برخو کې پښتون ژغورنې غورځنګ لاریونه وکړل


د صوابۍ کچارو کې د پي ټي اېم یوه فعاله ثنا اعجاز له وکیلانو
د صوابۍ کچارو کې د پي ټي اېم یوه فعاله ثنا اعجاز له وکیلانو

پښتون ژغورنې غورځنګ نن سېشنبه د پاکستان په شا وخوا ۱۷ ښارونو کې د خپلو پلویانو د نیولو خلاف احتجاجې مظاهرې ترسره کړې. بلخوا د غورځنګ ځينې غړي هم په ضمانت خوشې کړل شوي دي.

د غورځنګ د مشر منظور پښتين په وينا دغه مظاهرې په صوابۍ کې د پي ټي اېم د غړیو د نيولو، د رویدالله ناقانونه بند، په سوات کې د پوځي چاوڼۍ د جوړولو، د بکاخېلو په کډوال کېمپ کې له کډوالو سره د مبينه غېر انساني رویو او د پښتنو پر خاوره د هدفي وژنو پرضد دي. په سېشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ وياند فضل خان مشال راډيو ته وويل چې د دوی د صوابۍ څانګې نهه غړي په ضمانت خوشی کړل شوي دي. خو فضل خان زياته کړه چې اوس هم د دوی يوشمېر غړي د پوليسو په قید کې دي او د اکتبور په ۱۶ مه نېټه د ده پر کور هم پوليسو چاپه وهلې خو دی په کور کې موجود نه وو.

ياده دې وي چې په صوابۍ کې په ۱۲ م اګست د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې وروسته پوليسو د پي ټي اېم يوشمېر غړي نيولي ول، پر دوی تور وو چې د رياست پرضد يې نعرې وهلي. خو په سېشنبه په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې مشر نديم عسکر مظاهره چيانو ته د وينا پر وخت وويل چې دوی په خپله سيمه امن او د پوځي چاوڼو پر ځای تعليمي ادارې غواړي.

په کوټه او چمن کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو لاریون وکړ.

په سوات کې هم د پي ټي اېم پلویانو هلته د چاوڼۍ نه جوړولو، په تعلیمي ادارو کې د امنیتي ځواکونو دېره کېدلو، پرکرهنیزه ځمکو د سرکاري قبضې ختمولو غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې ده چې په ستمبر مياشت کې د خېبر پښتونخوا حکومتي کابینې پوځ ته د چاونۍ جوړولو لپاره په سوات کې د ۷۵ کناله ځمکې ورکولو منظوري ورکړه.

منظور پښتین: د تورې شپې مرګونه زموږ په کلتور کې نشته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سېوري لاندې پرون په پېښور کې ترسره شوې جلسې ته د وينا پر وخت د غورځنګ يو مشر عبدالسلام اېډوکېټ تور ولګاوو چې د بلوچستان په کوټه او نور يوشمېر پښتون مېشتو سيمو کې هم د دوی ګڼ ملګري لادرکه دي او د ځينو مړي هم موندل شوي.

ياده وي چې دوې ورځې مخکې د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ول چې له پښتون ژغورنې غورځنګه ورته مسله نه شته خو د تګلارې او پېغام سره يې اختلاف لري او پي ټي اېم د پاکستانيانو د بې لارې کولو هڅه کوي. نوموړي ويلي ول چې منظور پښتين هیڅ قوت نه لري چې لویې غونډې راجوړې کړي.

له دې وروسته منظور پښتين په ۲۸م اکتوبر په بنو کې د جلسې کولو اعلان وکړ او ويلي يې دي خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

پښتین ويلي ول چې د سېشنې احتجاجي مظاهرو په کولو سره دا هم ښودل دي چې غورځنګ يې اوس هم مظاهرې کولی شي.

د پښتين جادو
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

XS
SM
MD
LG