په پاکستان کې د ضمني انتخاباتو په دوهم پړاو کې د قامي اسمبلۍ د يو او صوبايي اسمبليو د دوو څوکیو لپاره د رايو اچول د یکشنبې په سهار پیل شوي چې تر ماښام ۵ بجو پوري به دوام لري.
د پاکستان اليکشن کمېشن وياند سهيل احمد مشال راډيو ته وويل چې ضمني انتخابات د قامي اسمبلي د څوکۍ لپاره د کراچۍ په اين ای ۲۴۷، د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د پيښور په پي کې ۷۱ او د سيند اسمبلۍ لپاره د کراچۍ په حلقه پي ايس ۱۱۱ کې کېږي.
پي کې ۷۱ د شاه فرمان او پي ایس ۱۱۱ د عمران اسماعیل د ګورنری او ۲۴۷ د عارف علوي د ولسمشرۍ دندو سنبالولو وروسته خالي پاتې شوې وي. د انتخاباتي کمیشن چارواکي وايي، هیله ده چې په دې ضمني انتخاباتو کې به له اتو لکو زيات خلک رايي وکاروي.
د ضمني انتخاباتو پر مهال په پېښور او کراچۍ کې کلک امنيتي ګامونه پورته شوي دي او په پولنګ مرکزونو کې دننه او بهر به پوځ تعينات وي.