د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي اخري ځل د پیسو له نړیوال صندوقه پور غواړي


د ای اېم اېف اجرایوي مشرې او د پاکستان د خزانې وزیر په بالي اندونیزیا کې د اکتوبر پر یوولسمه لیدلي.
د ای اېم اېف اجرایوي مشرې او د پاکستان د خزانې وزیر په بالي اندونیزیا کې د اکتوبر پر یوولسمه لیدلي.

اسلام اباد ـ د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي، نوی حکومت به په اخري ځل د پېسو له نړيوال صندوق یا (ای اېم اېف) څخه پور اخلي.

نوموړي دا هیله هم څرګنده کړېده چې د راتلونکو اوو نه تر اتو مياشتو په موده کې به د ډالرو بیه اووه ویشت په سلو کې وغورځېږي او حالات به تر ډېره حده سم شي.

د اکتوبر پر ۲۰مه، د پاکستان د ونډو په بازار یا سټاک اېکسچېنج کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال اسد عمر وويل، په پاکستان کې کاروبار کول ډېر ګران کړل شوي دي او د ټېکسونو له امله پانګه وال په خلاص مټ خپله پېسه نه لګوي خو موجوده حکومت به پانګه والو ته ماحول برابروي.

د نوموړي وينا وه، پاکستان په ټولیزه ډول ۱۹ وارې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور اخېستی او دوی ګڼي چې دا به اخري ځل وي چې دوی له یادې ادارې د پاکستاني اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره پور غواړي.

پاکستان د مالي مرستو لپاره ای اېم اېف ته رسما درخواست کړی او په دې لړ کې به ډېر زر د یادې ادارې ېو پلاوی پاکستان ته ځي خو وزيراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۱۸مه ویلي وو، کېدی شي پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو کمولو لپاره د ای اېم اېف څخه پور و نه غواړي ځکه چې دوی په دې لړ کې له ملګرو هیوادونو سره په تماس کې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر انور شا وايي، پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ورته په فوري توګه له لسو څخه تر دولسو اربو ډالرو پورې ضرورت دی.

نوموړی زیاتوي، که حکومت د اقتصادي صورتحال د ښه کولو لپاره په فوري توګه ګامونه پورته کړل نو امکان شته چې له هغې ورسته د ای اېم اېف نه پور وانخلي خو که تېرو وختونو ته وکتلی شي نو ګرانه ښکاري چې حکومت به خپله ژمنه پوره کړي.

د ډاکټر انور شا په وینا، که حکومت له کوم ځنډ نه پرته صنعتونو ته بجلي او ګېس په ارزانه نرخ ورکړي او د نویو منډیانو لټولو سره سره د نړۍ نورو ملکونو سره خپل تجارت زيات کړي او ترڅنګ یې په مختلفو هیوادونو کې ميشت پاکستانيان دې ته وهڅوي چې ملک ته پیسې د هونډیانو یا حوالو په ځای د بېنکونو له لارې ولېږي نو دا شان د ملک اقتصادي حالت ښه کيدلی شي.

پاکستان دا مهال د ۹۰ اربه ډالرو نه زيات پوروړی دی او هر کال په سوونو اربه روپۍ د دغه پور د سود په ترڅ کې ورکوي.

XS
SM
MD
LG