د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: له پور اخیستو پرته بله لار نه شته


وزیراعظم عمران خان وايي، له ملګرو او ای اېم اېف دواړو څخه پور غواړي
وزیراعظم عمران خان وايي، له ملګرو او ای اېم اېف دواړو څخه پور غواړي

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هېواد یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او له پور اخیستو پرته بله لار نه لري.

نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې چې د هېواد د مالي چارو وزیر اسد عمر روانه اوونۍ په انډونیشیا کې د یوې غونډې پر مهال د پیسو د نړیوال صندوق یا ای اېم اېف له چارواکو سره د پور پر شرطونو غږېږي.

عمران خان وايي، پاکستان سمدستي شاوخوا ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري او حکومت یې د اقتصادي ستونزو د هواري پر لارو چارو غور کړی:

"د دې لپاره له موږ سره دوه لارې دي. یو، موږ له خپلو ملګرو هېوادونو غوښتنه کولای شو چې په دې سخت وخت کې زموږ مرسته وکړي او پور راکړي. دویمه لار یې [د پیسو له نړیوال صندوقه پور اخیستل دي.] موږ [چارواکو] بحث وکړ او پرېکړه مو وکړه چې دواړه کارونه کوو. هم به له خپلو ملګرو هېوادونو مرسته غواړو او هم به له ای اېم اېف سره غږېږو. او دا پورونه موږ د لنډ وخت لپاره اخلو."

که حکومت د ای اېم اېف شرطونه مني نو د عمران خان حکومت به خپله اقتصادي ستراتیژي پرېږدي.
پوهاند اکمل حسین

عمران خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ای اېم اېف یوه لوړپوړي چارواکي اسلام اباد ته خبرداری ورکړی دی چې پر چینايي پورونو زیاته تکیه به یې اقتصاد لا خراب کړي.

د ای اېم اېف د اقتصادي چارو مشر مورېس اوبسفېلډ د اکتوبر پر نهمه د انډونیشیا په بالي کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د کلنۍ غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د چین – پاکستان اقتصادي پروژې ګټې او تاوانونه دواړه لري.

ده وویل، پاکستان ته په کار دي چې د بېخبنا یا انفراسټرکچر هغه پروژې عملي نه کړي چې په راتلونکې کې یې پور نشي پرې کولای.

خو شنونکي وايي، له هېوادونو یا ای اېم اېف څخه پور اخیستل د پاکستان اقتصادي مسلې نشي هوارولای.

په کراچۍ کې د انفرمېشن ټېکنالوژۍ پوهنتون د ټولنیزو علومو د څانګې مشر پوهاند ډاکتر اکمل حسین مشال راډیو ته وویل، هر کله چې یو هېواد له بل هغه څخه پور اخلي، نو یوازې یې له سود سره ستنوي. خو له ای اېم اېف څخه پور اخیستل مشروط وي او هغه داسې چې د پیسو نړیوال صندوق هېوادونو ته په خپل اقتصادي نظام کې د لویو بدلونونو او سود په شرط پور ورکوي.

د ده په خبره، له ای اېم اېف څخه پور اخیستل د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي حکومت له هغو ژمنو او تګلارو سره په ټکر کې دي چې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال یې یادونه کړې وه:

"د ای اېم اېف د شرطونو له منلو سره اقتصادي وده ورو کېږي. له دې سره بېروزګاري، بې وزلي او ټولنیزه نابرابري زیاتېږي یا لوړېږي. که حکومت د ای اېم اېف شرطونه مني نو د عمران خان حکومت به خپله اقتصادي ستراتیژي پرېږدي ځکه چې د حکومت تګلاره دا وه چې د پانګونې له لارې به اقتصادي وده تېزوي او بیا به خلکو ته د ښه تعلیم، ښه صحت او نور ټولنیز خدمات رسوي."

زموږ حکومت لکه چې چین ته دا نه ده روښانه کړې چې موږ دا پیسې په څو ګېنټو کې غواړو او اوونۍ، اوونۍ انتظار نشو کولای.
پوهاند اکمل حسین

پوهاند اکمل حسین زیاتوي چې که پاکستان غواړي چې د ای اېم اېف له شرطونو ځان وژغوري نو بیا له چین او سعودي عربه ورته پور اخیستل ښه دي:

"دا ممکنه ده چې چین په اصولي توګه رضا شوی وي چې پاکستان ته ټولې پیسې ورکړي ځکه چې چین د شاوخوا درې زره اربه ډالرو زخیرې لري. نو د پاکستان په دولتي بانک کې ۲۰ اربه ډالره ایښوول ورته هېڅ معنا نه لري. خو ستونزه دا ده چې له چینه پاکستان ته د دې پیسو انتقالول به وخت اخلي نو زما په اند، زموږ حکومت لکه چې چین ته دا نه ده روښانه کړې چې موږ دا پیسې په څو ګېنټو کې غواړو او اوونۍ، اوونۍ انتظار نشو کولای. بله دا چې زما په نظر د تحریک انصاف حکومت دا ښه کار کړی چې ای اېم اېف ته یې ویلي چې موږ د پور نورې لارې هم لټوو او که دا وشو نو له تاسو به هېڅ قرض وانخلو او په دې توګه به د ای اېم اېف له شرطونو هم ځان وژغوري."

هلته په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو پر حکومت انتقاد کړی دی چې د اقتصادي حالت سمولو لپاره پر وخت اړین اقدامات نه کوي. خو د هېواد وزیراعظم عمران خان وايي، ولس ته ډاډ ورکوي چې د حکومت اصلاحات به په راتلونکو شپږو میاشتو کې نتیجه ورکړي او د هېواد اقتصادي ستونزې به هوارې شي.

XS
SM
MD
LG