د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: د رسنیو د څار لپاره نوې اداره جوړوو


فواد چودري
فواد چودري

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري وايي په هيواد کې د رسنيو د څار لپاره يوه بله اداره جوړوي.

فواد چودري د اکتوبر پر ۱۹مه د اطلاعاتو لپاره د سينټ قايمه کميټي ته د وينا پر مهال وويل چې د دې نوې ادارې مقصد په هيواد کې هر ډول رسنۍ کنټرلول دي.

د سینټ د قايمه کميتي يو غړي سجاد حسین توري مشال راډيو ته وويل دا اداره د دې لپاره جوړېږي چې په رسنیو کې د بې بنیاده نیوکو او تورونو مخه ونیول شي.

دا مهال په پاکستان کې په ميډیا د څار لپاره د پيمرا په نامه اداره موجوده ده چې د هر ډول رسنيو څار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG