د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ادارو راتلونکو ټاکنو کې د ممکنه بهرنۍ لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا د استخباراتو او قانون نافذونکوادارو د کانګرس په را روانو انتخاباتو او د امریکا په نورو راتلونکوټاکنو کې د بهرنیو هېوادونو لکه چین، روس او ایران د ممکنه لاسوهنې خبرداری ورکړی دی.

په انتخاباتو کې د ممکنه لاسوهنې په اړهد خبرداري بیان د اکتوبر پر ۱۹مه خپور شو چې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې، د کورني امنیت ادارې، د عدلیې وزارت او د وفاقي تحقيقاتيادارې مشرانولاسلیک کړی دی.

په بیان کې لیکل شوي چې “ موږ د روس، چین او نورو بهرنیو لوبغاړو لکه ایران لخوا په دې اړه له کمپاینه اندېښنه لرو چې په جمهوريادارو اعتماد ته به زیان ورسوي او د خلکو پر سوچاو حکومتي تګلاروبه اغېز وکړي.”

په امریکا کې د نومبر پر ۶مه، د کانګرس ، ریاستي ګورنرانو، او ریاستيپارلمانونو د غړوڅوکيو لپاره انتخابات کېږي.

په دې انتخاباتو کې به پرېکړه وشي چې په کانګرس او سينټ کې به د ريپبلکن ګوند واکمني پاتې شياو که ډيموکريټ ګوند بهمخکې کېږي.

XS
SM
MD
LG