د لاسرسي ځای

تازه خبر

MeToo#: 'د جنسي ځورونو ښکار ښځه هم پړه وي او مړه'


په نړۍ او بیا په هند کې د مېرمنو له خوا په رسنیو کې له مي ټو هېشټېګ سره (MeToo#)مانا (زه هم) پر نارینه وو د جنسي ځورونو تورونه اوس په پاکستان کې هم تر سترګو کېږي.

سندرغاړې، ماډل او فلم جوړوونکې میشا شفیع په اپريل مياشت کې پر ټویټر ولیکل، چې په وار وار د سندرغاړي او فلم جوړوونکي علي ظفر لخوا له جنسي ځورونو سره مخامخ شوې ده. که څه هم علي ظفر دغه تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د مېرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکي وايي د نورو هېوادونو په څېر د دې هېواد په تعليمي ادارو، بازارونو او په کارځايونو کې هم مېرمنې د سړیو لخوا له جنسي ځورونو سره مخامخېږي.

په پېښور کې یوه مدني فعاله طاهره کليم وايي په پاکستان کې د جنسي ځورونو ښکار مېرمنې ځکه چوپ دي چې بيا يې په ټولنه کې ځای ورکېږي يا ښايي ژوند له لاسه ورکړيي: ((په پوهنتونونو کې د سړیو استادانو او هلکانو ملګرو لخوا له نجونو زدهکونکیو سره جنسي زياتې کېږي. په کارځايونو کې داسې متنازعه سندرې يا ويډيوګانې لګول کېږي چې ښځينه کارکونکې يې نه شي برداشتولی يا د نارينه همکارانو لخوا د جنسي ځورونو سره مخامخېږي خو هغوی غلې وي ځکه که شکايت کوي نو روزګار له لاسه ورکولی شي او بدنامي يې هم کېږي او له بدنامۍ وروسته ځينې مېرمنې د خپلو خپلوانو لخوا وژل کېدلای هم شي.))

د عورټ فاونډېيشن د خېبر پښتونخوا څانګې مشره شبينه اياز بيا وايي چې په پاکستان کې د جنسي ځورونو ښکار يوشمېر مېرمنو خپل غږ راپورته کړی خو انصاف ورته نه دی ملاو شوی.نوموړې وايي: (د ظلم ښکار نجلۍ هم پړه ده هم مړه ده ځکه که يو خوا له دا ډول نجونو سره خپل خپلوان نه ودرېږي نو بلخوا د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره کوټلي قوانين هم نه شته.)

همداراز د پاکستان تحريک انصاف د خېبرپښتونخوا د ښځينه څانګې پخوانۍ مشرې فرزانه زين له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې په سياسي ګوندونو کې هم مېرمنو ته ښه نه کتل کېږي. نوموړي پر دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې په سياسي پارټيو کې مېرمنې له څه مشکلاتو سره مخامخېږي خو زياته يې کړه: (بس زه به دومره ووايم چې د ښه کورنيو ښځې دې سياست ته نه راځي ځکه چې دلته هغوی ته ډېر مشکلات دي او هغه داسې مشکلات دي چې زه يې نه شم بيانولی خو هرچا ته مالوم دي.)

د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصافاو د خېبر پښتونخوا د موجوده اسمبلۍ غړې ستاره افرين بيا دغه تورونه رد کړل او زياته یې کړه چې د دوی په ګوند او نورو پارټيو کې د مېرمنو ډېر خيال ساتل کېږي. نوموړې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی حکومت په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو پرضد د څه قسمه تشدد يا جنسي تېريو د مخنيوي لپاره سخت قوانين جوړ کړي او همدغه وجه ده چې په دې صوبه کې پر ښځو د جنسي ځورونو پېښې د نه برابرې دي.

XS
SM
MD
LG