د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ټولنیزو رسنیو د جنسي ځورونو ضد کمپاین


په نړیواله کچ د ښځو لخوا د ټولنیزو رسنیو پر پاڼو فېسبوک او په ټویټر د جنسي ځورونو په اړه د ''هېشټېګ مي ټو" یا له ما سره هم غږ پورته کړئ.

د هېشټېګ مي ټو کمپاین یوې امریکایي اداکارې د تېر اتوار په ورځ پیل کړی وو چې د یو فلم پروډیوسر له اړخه ځورول شوې وه.

د "هېشټېګ مي ټو'' په نوم زیاتره ښځو خپلو کیسو کې د سړو لخوا د نامناسبه ټکیو او جملو کارول، د لاسونو لګول، ښځو ته نزدې کېدل، نامناسبه پېغامونه لېږل، په لارو کوڅو کې تنګول او د جنسي تېرې غوندې په مسلو یې خبرې کړې دي.

پاکستان کې هم ښځو په دې کېمپېن کې برخه اخیستې او ځان سره یي د جنسي ځورونو ذکر کړی او ویلي چې په نفسیاتي توګه ورته زیان رسیدلی دی.

د خپل ټویټر پېغام له لارې د قامي اسمبلۍ او د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ وایي د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ځورولې چې اوس له پلټنو په تېښته دی.

د ښځو د حقونو مبارزه کونکې ګلالۍ اسماعیل په وینا ټولنه ښځه قصورواره ګڼي چې تا به څه کړي وي.

"د ښځو د ځورونې په اړه سړو ته د پوهې ضرورت و ځکه چې ورته مالومه شي چې د هغې د نامناسبه رویو له وجې څومره ماشومانې، هلکان او څومره ډېرې جینکۍ ځوریدلې دي. یوه خبره به زه دا کول غواړم پکار ده چې دې هېشټېګ نه زموږ خلکو ته دا مالومه شي چې د جنسي ځورونې ذمه واره یوه ښځه ، نه د هغې کپړې ، نه کالي پتري او نه ډول سنګار یې دې بلکې دا مسله هاغه تن کې ده چې څوک تنګول کوي او ځورول کوي.''

د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې غېرسرکاري ادارې د هوا لور مشره خورشید بانو وایي که یوه ښځه یوه داسي خبره محسوسوي چې د هغې د مزاج پرضد ده نو دا په جنسي ځورونې کې راځي.

په دې ورستیو کې د ښځو ځورونې په اړه شوې د یو سروې په اړه نوموړې وایي، "د خېبر پښتونخوا د صحت او تعلیمي ادارو کې د ځورونې مسلې زیاتې دي. په دې کې نه یواځې هلکان زده کونکې بلکې استاذان او دفتري عمله هم ککړه ده زموږ دې سروې کې وکتل شو که د جنسي ځورونې پلټنو لپاره څه کمیټي شته نو د هغې په اړه مالومات خلکو ته نشته چې چرته به شکایت کوو."

په وفاقي کچ د ښځو د ځورونې پرضد د تحفظ اداره وایي چې د کار پر ځایې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه جوړ کړې شوې د کال ۲۰۱۰ قانون ښځو ته قانوني مرستې ورکوي.

د یادې ادارې په وینا چې وس ورته د نارینو د جنسي ځورونې کېسونه هم راروان دي او راتلونکې کې به د ځورونې په دې قانون کې ترمیم کیږی چې سړیو ته هم تحفظ ورکړل شي.

په وفاقي کچ د ښځو د ځورونې پرضد د تحفظ اداره زیاتوي چې روانه میاشت کې یویشت د ښځو د جنسي ځورونې کېسونه مخې ته راغلې دي.

XS
SM
MD
LG