د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وایي د ښځو پرضد د تشدد مخنیوي او د هغوی حقونو خوندي ساتلو په باب پوهاوي اړتیا ده.

د دوی په وینا چې د کورني تشدد، تېزاب شیندلو، زورزیاتي او د ناموسي وژنو پېښې هره ورځ مخې ته راځي خو د پوهاوي نه لرلو له وجې د ښځو پشمول عام ولس ته دا نه وي مالومه چې څه وکړي او چا سره رابطه وکړي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا د ښځو د حقونو ادارې د عورت فاونډېشن ډارېکټرې شبینه ایاز وویل چې په ښاریو کې لږ ډېر خلک دا علم لري چې پر ښځو د تشدد مخنیوي او د تحفظ قوانین شته خو نن هم د کلي یوه ښځه په دې لړ کې څه علم نه لري.

''پوه کسانو ته پته نه وي چې د دې کېسونو لپاره به له چا سره رابطه کوي او د قانون کوم شق به زموږ کار کوي. پولیسو ته هم د قوانینو په اړه مالومات نه وي. زه به تاسو ته یو مثال درکړم چې د ناموسي وژنو کېسونو په اړه موږ ۲۰۱۱ کال کې په نوښار کې یو تحقیق کړی و نو هلته پولیس اهکارانو دا ویل موږ ته دا مالومات نه شته چې دا قانون جوړ شوی دی او که نه نو چې پولیس ته د قوانینو په اړه مالومات نه وي نو یوې ښځې ته به څنګه وي چې هاغه شاته پاتې ده.''

د عورت فاونډېشن په وینا چې د روان کال په وړومبۍ اووه میاشتو کې د تشدد مختلفو پېښو یو سل اته اتیا کېسونه رپورټ شوې دي چې پکې د وژنې، خودکشۍ او د ناموسي وژنو کېسونو شمېر زیات دی.

په وفاقي کچ د ښځو د حقونو لپاره جوړ کړې شوي د قامي کمیشن مشره خاور ممتاز وایي د صوبوپه کچ کمیشنې مضبوطولو سره به موږ له د ښځو د حقونو او د تشدد مخنیوي په اړه د قوانینو پوهاوي لپاره د ملک هرې برخې ته رسیدل وي.

''د دې قوانینو اګاهي لپاره به موږ له دا د نصاب برخه جوړول پکار وي او له دې علاوه کومې نورې طریقې دي لکه له فلمونو، اشتهارونو او پوسټرو نه هم کار اخېستل پکار دي. بل دلته یو ښه خبره دا ده چې غېرسرکاري ادارې هر ځایې پورې رسیدلې او د هغې هم یو رول جوړیږي چې خلکو ته پوهه ورکړي او د ټولو زیاته ذمه واري زموږ د مقامي حکومتونو او د اسمبلۍ د غړیو جوړیږي چې یواځې قانون جوړول نه دي هغوي له دا کتل پکار دي چې د هغې په سیمو کې په دې قانون عملدرامد کیږي او که نه.''

په دې لړ کې د ښځو د حقونو مبارزه شاد بېګم وایي په ډېره اسماعیل خان کې د یوې نجلۍ بې پړدې کولو له پېښې ښکاري چې په قوانینو څومره عملدرامد کېږي.

''د پخوا په نسبت اوس د ښځو حقونو په اړه ښه قوانین زموږ په ملک کې موجود دي او سختې سزاګانې پکې هم شته خو بنیادي خبره دا ده چې په دې عملدرامد، د ادارو فعالولو او مضبوطولو سره سره پر کاردګۍ یې نظر ساتل اوس ضروري شوي دي.''

په وفاقي کچ په قوانینو عملدرامد او د ښځو پشمول د ولس د پوهې لپاره څه ګامونه اوچتېږي؟ په دې لړ کې د واکمن ګوند غړی سېنېټره عایشه رضا فاروق وایي چې وفاقي حکومت د خپلې برخې رول لوبوي.

''زموږ د بشري حقونو وزارت د ولسي پوهاوي مهم چلوي. زموږ د ښځو حقونو قامي کمېشن د صوبایي کمیشنونو په مرسته یو هېلپ لاین هم جوړ کړې چې کوم ځای کې ښځو ته مسلې وي لکه که د کورني تشدد ښکاري وي او یا ورته د کار په ځایې کې د ځورولو مسله وي نو د هېلپ لاین د لارې دوي سره رابطه کولې شي او که ورته قانوني یا نور قسمه مرستې پکار وي نوهغه به ورته ورکړې کیږي. خو لا هم د ښه والي ګنجایش شته او دا به موږ له نور هم د مضبوطولو ضرورت وي.''

د ښځو د حقونو مبارزه کونکو په وینا که حکومت د قوانینو په استعمال او عملي کولو لږه هم توجو ورکړي نو په ښځو د تشدد پېښو کې کموالې راتلې شي.

XS
SM
MD
LG