د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پر ډيورنډ کرښه پورې غاړه اورپکي ځالې لري"


د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق.۲۱نومبر ۲۰۱۱
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق.۲۱نومبر ۲۰۱۱
سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق وايي چې د افغانستان دولت مخالف وسله وال طالبان د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ځالې لري او له هغه ځايه په ډاډه زړه پر افغان چارواکيو د بريدونو لپاره افغانستان ته راځي.

جنرال رازق تر دې وړاندې هم څو ځله له رسنيو سره ورته خبرې کړې وې.

رازق وايي چې اورپکو ډلو پر ډیورنډ کرښه د پرتو ولايتونو سرحدي ولسواليو ته څېرمه د پاکستان په خاوره کې اډې جوړې کړې دي.

دده په خبره دوى اوس هم تر زياتې اندازې افغانستان ته د وسله والو د راتلو مخه نيولې خو د افغانستان او پاکستان تر مېنځ غرنۍ پولې دوى له ستونزو سره مخ کړي وي.؛

(( د باديني په سيمه کې چې له زابل سره پر پوله پرته ده، د کندهار له معروف او شوراوک سره د پنجپايي او توبې په سيمو کې او له زابل سره پر پوله په قمرالدين کاريز سيمه کې وسله والو خپلې خيمې درولې دي ، مشخصې پوستې لري .موږ به يې په ښه توګه مخه نيولې واى خو له له ريګستان څخه نيولې تر شملزو پورې ټوله پوله غرنۍ ده ))

جنرال رازق زياتوي چې په دې سربېره د دولت مخالف وسله وال هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله د دوستۍ په دروازه هم ځيني چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړي خو دوى هم هڅه کوي چې له اوښتو سره سم يې ونيسي ،

دى وايي وسله وال د سامانونو په شکل چاودېدونکي توکي راوړي چې پېژندل يې يو څه ګران کار دى.،

(( پر پوله باندې موږ ځينې پلټونکي ماشينونه لګولي دي خو وسله وال د تجارانو له مالونو څخه ګټه اخلي ، چاودېدونکيو توکي د صابون ، اوړو ، غوړيو او مالګې د ډبو په شکل راوړي. ))

که څه هم افغان چارواکيو په وار وار ويلي دي چې مخالف وسله وال يې په پاکستان کې ځالې لري او له هغه ځايه د دوى په وژلو پسې راځي خو پاکستاني چارواکيو ادعاوې بې اساسه بللې دي.
XS
SM
MD
LG