د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان زموږ ولس زموږ خلاف استعمالوي.جنرال رازق


د افغانستان د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق
د افغانستان د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق
د کندهار د پولیسو مشر په پاکستاني چارواکو تور پوري کړي چي دويي افغان کډوال جګړې ته هڅوي او د بریدونو لپاره یې افغانستان ته استوي.

د افغانستان د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، له پاکستان سره پر پوله د پرتو سیمو اوسېدونکي د ور پېښو مجبوریو له کبله پاکستان ته په کډه ځي . خو پا کستان پیا دوويي مجبورو نه ګټه اخلي، او جګړې ته یې هڅوي او بیرته یې افغانستان ته استوي

جنرال رازق په پوله پرتې ولسوالۍ شورا وک کې د سیمې د اوسېدونکو سره دخبرواترو وروسته وویل. زموږ د ګڼ شمېر سیمو خلک د مجبوریت له کبله پاکستان ته کډه شوي ځکه چې دلته یې په سیمو کې اوبه نشته.وچکالي ده او نورې اسانتیاوې هم نه لري خو پاکستان له دغه مجبوریو ګټه اخلي او زموږ خپل خلک د افغانستان خلاف استعمالوي٬٬


د جنرال رازق د څرګندونو په اړه تر اوسه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي، خو پاکستان هر وخت داسې تورونو نه انکار کړی دی چې دوی د پولې له هغې خوا روزل شوي وسله وال افغانستان ته د جګړې او ترهګرۍ لپاره استوي.
XS
SM
MD
LG