د ایټالیا مرستیال وزیر اعظم وایي، هېواد به یې پر روسیې د اروپایي اتحادیې لهخوا د بندیزونو له غځولو سره مخالفت وکړي خو وایي، روم چمتو نه دی چې له نورې اروپایي اتحادیې سره په ضدیت کې د بندیزونو پرېکړه ویټو کړي.
مسکو ته تر تلو پس وزیر اعظم ماتیو سلویني Matteo Salvini د چارشنبې په ورځ وویل چې دی دلته د دې لپاره راغلی چې باور لري دغه بندیزونه اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ناوړه اغېز لري.
سلویني د ایټالیا د ښي اړخي ګوند مشر او د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر هم دی.
هغه د دغو بندیزونو چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د روسيې لهخوا د کرایمیا ټاپو وزمې د الحاق له امله پر مسکو لګول شوي، پر اساس انتقاد وکړ.
د اروپایي اتحادیې ځواکمنو غړیو، جرمني او فرانسې او یوشمیرزیاتو غړیو یې ویلي چې پرروسیې باید بندیزونه ترهغه وخته چې په سیمه کې کړکېچ پای ته نه وي رسېدلی، په خپل حال پاتې شي.