د روسیې رسنۍ وايي، په کرایمیا کې پر یوه ښوونځي په حمله کې ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.
د روسيې پولیسو ویلي چې حمله کونکي چې ۱۸ کلن او د کریمیا په کرچ سیمه کې د ښوونځي زده کونکی و، خپل ځان هم وژلی دی.
کریمیا په ۲۰۱۴ ز کال کې روسیې له اوکرایینه جلا او له ځان سره ګډه کړه.
د روسیې خبري اژانس، تاس نن پنجشنبه د اکټوبر ۱۸مه، وویل چې په حمله کې ۵۰ تنه زخمیان شوي او د ځیني کسانو روغتیايي حالت نازک دی.
تاس ویلي چې په حمله کې زده کونکي او د ښوونځي کارکونکي وژل شوي او زخمیان شوي دي.