د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالجبار قهرمان د وژنې په تور ځینې کسان نیول شوي


د افغانستان په هلمند کې یوشمیر کسان د ولسې جرګې د کاندید عبدالجبار قهرمان د قتل په تور نیول شوي دي.

په لښکرګاه کې پرون د عبدالجبار قهرمان د دفتر دننه چاودنه وشوه چې په دې پیښه کې د هغه په ګډون څلور کسان ووژل شول. د پريد ذمه واري طالبانو منلې ده.

په دې تړاو د مشکوکو کسانو د نیولو په اړه د هلمند د ولایت د رسنیو د برخې یوه چارواکي بيګاه مشال راډیو ته وويل چې د عبدالجبار قهرمان د دفتر ځیني کسان يې د شک پر بنياد نيول شوي دي چې ورڅخه پلټنې روانې دي.

تیره اونۍ هم په هلمند کې يو بل کاندید صالح محمد اڅکزی په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. په افغانستان کې به د اکتوبر پر شلمه د ولسي جرګې انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG