د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میدان وردګو په چک کې ۱۰ طالبان او ۳ پولیس وژل شوي


د میدان وردګ په چک ولسوالۍ کې ۳ افغان سرتېري او لس طالبان وژل شوي دي.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل نن آزادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په چک ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې بېرته تر شا شول.

ښاغلی منګل وایي، دغې جګړې یو ساعت دوام وکړ.

افغان چارواکي د طالبانو هغه ادعا ردوي چې وایي، د تېرې شپې په برید کې دریو امنیتې پوستو سقوط کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG