د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد قیصر: پارلېمانۍ کمېټۍ به د ۲۵ م جولايي ټولټاکنو مبینه درغلۍ لټوي


د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په دوشنبه چې د جولايي ۲۵ مې په ټولټاکنو کې د مبینه درغلیو معلومولو لپاره جوړه شوې کمېټۍ به له پلټنو وروسته خپلې سپارښتې وړاندې کوي.

نوموړي په دې لړ کې یوه ۳۰ کسیزه پارلیماني کمېټۍ اعلان کړې چې پکې نیمايي غړي د حکومتي او نیمايي یې د اپوزیشن ګوندونو دي.

د متحده قومي مومنټ سېنیټر محمد علي سیف چې په دې کمېټۍ کې شامل دی، بېګا ماښام مشال رېډیو ته وویل، د ګمارل شوې کمېټۍ کار په انتخاباتو کې درغلي او ټګي په ګوته کول دي.

اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې په عامو انتخاباتو کې درغلي شوې او تحریک انصاف دایسټېبلشمنټ په ملاتړ بریالي شوی خو د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) بیا بیا دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG