د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: روسی ولسمشر 'ښايي' په وژنو کې لاس ولري


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا شپه له «CBS» ټلویژن سره په مرکه کې چې مخکې ثبت شوې وه او په یکشبه خپره شوه دې پوښتنې ته چې ایا دی له هغو ادعاوو سره موافق دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلو منتقدانو په وژنو کې لاس لري په ځواب کې وویل، 'ښايي' هغه په دې وژنو کې لاس ولري.

که څه هم د پوتین ډېری منتقدان په مشکوکه زهریله او نورو پټو چلونو وژل شوي، خو سمدستي جوته نه ده چې د یکشنبې مرکه کې د ټرمپ اشاره په کومو وژنو کې د روسیې د ولسمشر لاس لرلو ته وه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په دې مرکه کې له ټرمپه د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسۍ لاسوهنو په اړه وپوښتل شول نو د ده ځواب وو، هو، مسکو په دې انتخاباتو کې لاسوهنه کړې خو زیاته یې کړه چې چین هم مداخله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا استخباراتي ادارو او په دې اړه د څېړنو یوې ځانګړې کمېټې ویلي چې روسیې پر ټولنیزو شبکو د یو پراخ کمپاین او د ډیموکراټ ګوند د اسنادو د هک کولو له لارې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ په پلوۍ د لاسوهنې هڅه کړې ده. روسیې دا تورونه رد کړي دي.

د دفاع د وزیر جېمز مټېس په اړه ټرمپ وویل، دی ډاډه نه دی چې مټیس به پر خپله دنده پاتې شي.

ریپبلیکن (جمهوري غوښتونکي) ټرمپ زیاته کړه چې جنرال مټېس د یوه ډیموکراټ په څېر دی.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

"زه له مټیس سره ښه اړیکې لرم او دوه ورځې مخکې مو یوځای ډوډۍ وخوړه. له هغه سره زما اړیکې ښې دي، خو که رښتیا ووایم نو هغه یو څه ډیموکراټ دی. کېدای شي چې خپله دنده پرېږدي. هرڅوک یوه ورځ نه یوه ورځ خپله دنده پرېږدي. دا واشنګټن دی."

که څه هم مټېس ته د ټرمپ د کابینې د تر ټولو مستقل وزیر په سترګه کتل کېږي، خو په عین حال کې په داسې یوه اداره کې چې تر ټولو زیات بدلونونه په کې راغلي هغه تر ټولو ثابت وزیر و.

د مټېس په اړه دا هم ویل کېږي چې په سپینه ماڼۍ کې یې د ولسمشر په وړاندې موازنه ساتلې او په ناټو کې د امریکا له متحدانو سره یې د ښو اړیکو د ساتنې هڅه کړې ده.

ان ځینو لویدیځو متحدانو مټېس له دې کبله ستایلی چې ده له روسیې سره د ښو اړیکو ساتلو په برخه کې د ټرمپ برعکس د ولسمشر پوتین پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG