د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېټس: پاکستان دې د وسله والو وهلو لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي


د امریکا دفاع وزیر د خپلې دورې پرمهال د پاکستان له وزیراعظم او د پوځ له مشر سره ولیدل.
د امریکا دفاع وزیر د خپلې دورې پرمهال د پاکستان له وزیراعظم او د پوځ له مشر سره ولیدل.

د اسلام اباد یو ورځني سفر پر مهال د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس ویلي چې پاکستان دې د وسله والو او د هغوی پټنځایونو ختمولو لپاره خپلې هڅې دوه چنده زیاتې کړي خو بلخوا د پاکستان پوځ مشر ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کې تر خپلې برخې زیات کار کړی دی.

بېګاه شپه په اسلام اباد کې د امریکا سفارت لخوا جاري شوې خبرپاڼې ترمخه جېمز مېټس د پاکستان پوځ مشرجنرل قمر جاوېد باجوه سره په ملاقات کې د پوځ د سرښندنې منلې او ویلي یې دي چې پاکستان له امریکا سره په یو ځایې د افغانستان سولې لپاره مهم کردار لوبولې شي.

ښاغلي جېمز مېټس دا هم ویلي پاکستان پوځ د ترهګرو پرضد موثره اقدامات کړې خو ځیني عناصر د پاکستان خاوره افغانستان کې ترهګرې لپاره کاروي.

جېمز مېټس په وینا امریکا د پاکستان تحفظات لرې کولو په اړه خپل کردار لوبولو له تیاره ده ، امریکا پاکستان نه هیڅ غوښتنه نه کوي خو په یو ځایې ورسره کار کول غواړو.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د ملاقات په اړه خپره شوې د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار خبرپاڼه وایي چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د هند له اړخه د افغانستان ځمکه د پاکستان پرضد کارولو ، د افغان مهاجرینو باعزته او ژر واپسۍ او په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونو موجودګۍ په اړه د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس له خپلو تحفظاتو خبر کړی دی.

خبر پاڼه زیاتوي چې جنرل قمر جاوېد باجوه وویل چې پاکستان امریکا نه هېڅ نه غواړي خو صرف مفاهمت غواړي.

د ایي اېس پي ار خبر پاڼه وایي د پوځ مشر د امریکا دفاع وزیر ته ویلي چې پاکستان کې د وسله والو پټن ځایونه ختم کړي خو دې سره موږ هاغه ممکنه وسله والو جاج اخیستو له هم تیار یو چې کوم زموږ د افغان مهاجرینو وروڼو لپاره د پاکستان د کمک نه غلطه ګټه وچتوي.

د ملاقات پر مهال د پوځ مشر د سیمې سولې و ثبات لپاره د پاکستان د ژمنې څرګندونه وکړه او د امریکا دفاع وزیر ته دا هم ویلي چې پاکستان خپل محدوه وسایلو کې ډېر څه کړي دي.

په اسلام اباد کې د سټریټیجک سټډیز انسټیوټ مشر نجم رفیق وایي چې تېره ورځ ملاقاتونه مثبته ښکاري خو بیا هم د امریکا لخوا د نور څه ګامونو اوچتولو غوښتنه شوې ده.

‘’د امريکا لخوا تر اوسه هم هغه د نورو ګامونو پورته کولو (ډو مور) غوښتنه کېږي او د جېمز مېټس صېب هم دا پېغام وو. هغه د پاکستان ستاينه هم وکړه چې ترهګرۍ پرضد جنګ کې یې ډير ښه کردار لوبولی او ورته کاميابۍ هم ترلاسه شوي خو امريکا لپاره دغه کاميابيانې پورا نه دي او غواړي چې پاکستان دې لړ کې نور کار وکړي.

هم دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه طاهر خان وایي د بیانونو نه ښکاري چې امریکا ته د پاکستان د مشکلاتو ادراک شته.

"دا خبره زما په نظر مهمه او مثبته ده چې امریکا غواړي له پاکستان سره په ګډه کار وکړي او پاکستان هم دا خبره کوي. د فشار او تورونو چې کوم بیانونه راځي نو هغه مثبتې نتیجې نه ورکوي او دا ډېره ښه خبره ده چې د اختلافاتو او په ځیني مسلو مسلو بیل بیل فکر و سوچ باوجود پاکستان او امریکا خبرې کوي او د پاکستان او د امریکا سفارت لخوا چې کوم بیانونه جاري شوې دي نو هغې کې ځیني شیان مثبت هم دي."

د پاکستان پوځ مشر سره تر لیدو وړاندې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس د پاکستان له وزیراعظم سره هم لیده کاته کړي ول.

وزیراعظم سره د ملاقات پر وخت د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د پاکستان د دورې مقصد یې له پاکستان سره مثبته، مستقل او اوږد - مهاله اړیکو لپاره ګډ مېدان لټول دي.

تر ملاقات پس د پاکستان له وزیراعظم هاوسه جاري شوې خبر پاڼې ترمخه د پاکستان وزیراعظم ویلي چې دواړو ملکونو ترمنځ کمک سېوا کولو او شراکت داري د مضبوطولو ضرورت دی.

وزیراعظم دا هم ویلي چې په افغانستان کې د سولې و ثبات ګټه به تر هر بل ملک زیاته پاکستان ته وي.

XS
SM
MD
LG