افغان چارواکي وايي ، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید د ۸۳ طالبانو په وژلو پای ته ورسېد.
د پکتیکا امنیه قوماندان غلام سخي روغ لېونی وایي، لسګونو وسله والو د جعمې پر شپه د خوشامند ولسوالۍ پر مقام ډله ییز برید وکړ.
غلام سخي روغ لېونی وایي، د افغان ګډو ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۸۳ وسله وال ووژل شوي چې د زیاترو یې مړي د جګړې په میدان کې پاتي دي.
روغ لېونی وایي، په نښته کې څلور سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.
نښته د شپې ۱۲بجې پیل شوې او د سهار تر اتو بجو یې دوام کړی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.