د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن ګوندونو د وزیر اعظم عمران خان پر رویه احتجاج کړی


په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونو په دوشنبه په سېنېت کې احتجاج وکړ او له غونډې ووتل. دوی غوښتل چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر شهباز شریف د نیول کېدو په اړه بحث وکړي خو له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکې سېېټره ستاره ایاز وايي، ورته اجازه ور نه کړل شوه نو ځکه هغوی دا ګام پورته کړ.

په سېنېټ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي وايي، دا د دوی حق دی چې د اپوزېشن لیډر د نیول کېدو او نورو موضوعاتو باندې خبره وکړي خو حکومت د دوی په وینا د خبرې اورېدو ته چمتو نه دی.

په سېنېټ کې د اپوزیشن غړي همدا راز د وزیر اعظم عمران خان پر رویې هم اعتراض کوي او وايي، وزیر اعظم سیاستوالو ته دړکې ورکوي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د سېنېټ له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل د اپوزېشن اعتراضونه ناسم دي ځکه چې عمران خان د هغو سیاستوالو خلاف د اقداماتو خبره کړې چې درغلي یې کړې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG