د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: ټول مخالف ګوندونه تر یوه چتر لاندې راغونډوو


مولانا فضل الرحمن د پاکستان الیکشن کمېشن مخې ته په ووټونو کې د مبینه درغلۍ خلاف د متحده اپوزیشن لاریون ته وینا کوي. ۸ اګست ۲۰۱۸
مولانا فضل الرحمن د پاکستان الیکشن کمېشن مخې ته په ووټونو کې د مبینه درغلۍ خلاف د متحده اپوزیشن لاریون ته وینا کوي. ۸ اګست ۲۰۱۸

د جمعیت العلماء اسلام (ف) مشر وایي چې د متحده اپوزیشن تر جوړولو پورې به له سیاسي ګوندونو سره رابطې کوي. د چارسدې په ولي باغ کې د نهې په ماښام مولانا فضل الرحمان د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره تر لیدو پس یوه ګډ پرېس کانفرنس پر وخت وویل چې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه ټولو مخالفو ګوندونو ته تر یوه چتر لاندې راتلل پکار دي.

له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د جمعیت علمای اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان وینا وه باید چې مخالفه سیاسي ګوندونه يوه ګډه کړنلاره خپله کړي. د هغه وینا وه چې دغه ګډې کړنلارې لپاره به له ټولو مخالفو سیاسي ډلو سره ویني.

''په دې لړ کې زموږ ابتدایي مشاروت نن [سېشنبه] له اسفند یار ولي خان سره شوی او په دې خبرې مو اتفاق دی چې دا معامله به پر مخ وړو او په دې اړه به له نورو سیاسي ګوندونو سره د رابطو سلسله ساتو چې د یوه مشترکه حزب اختلاف جوړولو ته ورسېږو او یو فعال اپوزیشن د اسمبلیو بهر او دننه هم خپل کردار په ښه طریقه ادا کړي.''

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې له پاکستان مسلم لیګ ن سره پر ګڼو چارو یوه خوله دی.

مولانا فضل الرحمان د یوې پوښتنې ځواب کې دا هم وویل چې تر دې وړاندې یې له پخواني وزیراعظم نوازشریف سره هم لیدلي او د دې خبرو اترو پېل یې هم له هغه ځایه کړی دی.

اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان وینا وه چې د مخالفه ډلو کړنلاره [حکمت عملۍ] په اړه مولانا فضل الرحمان چې څه فیصله کوي او چېرته یې غواړي عوامي نېشنل ګوند به هلته رسي او د خپلې برخې رول به لوبوي.

''څنګه چې مولانا فضل الرحمان وویل، تر څو پورې مخالفه ډلې پر خپلو معمولي نقاطو که لږ هم وي متفق کېږي نه نو تر هغو پورې حکومت ته په سمه لار د تلو مشوره هم نه شې ورکول کېدلای، که مشوره ورکول وي او ټول سیاسي ګوندونه په ګډه مشوره ورکوي نو د هغې اثر څه نور وي. ما د دوی کوششونه وستایل او دا مې ورته وویل چې موږ تاسو سره یو چې کله هم تاسو ووایي او چېرته هم ووایي موږ به حاضره یو، ولې چې موږ هم د دې سوچ یو چې کوم مولانا صېب وویل چې د مخالفه ډلو وېش د دې ملک لپاره سم نه دی.''

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان زیاته کړه غوښتنه یې دا ده چې په ووټونو کې د شویو درغلیو دې په ساینسي بنیادونو پلټنې وکړل شي.

د پاکستان مسلم لیګ نون، پاکستان پیپلز پارټي، عوامي نېشنل ګوند او د جمعیت علمای اسلام (ف) لخوا په تېر پنځویشتم جولایې شویو انتخاباتو کې د درغلیو تور لګول شوی وو او د دې لخوا دا غوښتنه هم مخې ته راغلې وه چې حکومت دې د درغلیو پلټنې وکړي.

د په سوات کې د پښتونخوا معپ، جمعیت علمای اسلام، عوامي نېشنل پارټۍ او جماعت اسلامي غونډه
د په سوات کې د پښتونخوا معپ، جمعیت علمای اسلام، عوامي نېشنل پارټۍ او جماعت اسلامي غونډه

د راپورونو ترمخه چې د تېرې جمعې په ورځ وفاقي حکومت انتخاباتو کې د درغلیو تحقیقاتي پارلېماني کمیټۍ مشرۍ لپاره د دفاع وزیر پروېز خټک مقرر کړې.

په دې پارلېماني کمېټۍ کې به شپاړس د قامي اسمبلۍ او اته د سېنټ غړي وي.

تر دې وړاندې مخالفه ډلو په دې کمیټۍ کې یواځې د قامي اسمبلۍ غړي په شاملولو اعتراض کړی وو.

XS
SM
MD
LG