د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان: د سعودي خبریال د وژنې کوټلې څېړنې روانې دي


ترکی ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په استنبول کې د سعودي عرب په قونسلګرۍ کې د یوه سعودي خبریال د مرموزې وژنې په اړه د څارنوالانو وروستي راپور ته په تمه دی.

پرون یکشنبه نیویارک ټایمز او روېټرز ته ترکي سرچینو راپور ورکړی چې جمال خاشُقجي د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې څېړنې روانې دي او جزیات به ټولې نړۍ ته واضح کړای شي.

"د ترکیې د ولسمشر په توګه په خپله په دغه پېښې پسې کېږم او پایلې به‌ یې ټولې نړۍ ته وښیم. هر څه قونسلګرۍ ته د تګ راتګ په شمول څېړل کېږي. همداراز به له هوايي میدانونو ټول پروازونه او ناستې هم وڅېړل شي."

د ترکیې د ولسمشر یوه سلاکار ياسين اقتاى په یکشبنه ویلي دي، ښايي د سعودي عرب يوه ١٥ کسيزه ډله په ‎دې پېښه کې لاس ولري.

یوه بل ترکي چارواکي چې نوم‌ یې نه ‎دی اخیستی ویلي چې جمال خاشقجي ښايي هغې ډلې چې سعودي ورته ګمارلې وه وژلی وي.

جمال خاشقجي چې پخوا په سعودي کې د یوې ورځپاڼې اېډېټر و پروسږ خپل هېواد پرېښود او و یې‌ ویل له هغه غچه وېرېږي چې د ریاض پر تګلارو له نیوکو ورته پېښ دی.​

خاشقجي د اکټوبر په دوهمه د خپل واده لپاره د یوه سند په خاطر په استنبول کې د سعودي عرب قونسلګرۍ ته ورغلی و.

کوژدنه‌ یې چې ورسره د قونسلګرۍ تر دروازې ورغلې وه څو ساعته له ودانۍ دباندې ناسته وه او خبریالانو ته‌ یې ویلي و چې کوژدن‌ یې بیرته را نه ‎غی.

په استنبول کې د سعودي عرب د قونسلګرۍ یوه چارواکي چې نوم‌ یې نه‎ دی ښودلی د جمال خاشقجي د قضیې په تړاو تورونه بې‌ځایه بللي او د شهزاده محمد بن سلمان له قوله‌یې ویلي:

"موږ هېڅ شی د پټولو لپاره نه ‎لرو."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یکشنبه ویلي ول چې په انقره کې یې د سعودي سفیر وربللی او د سعودي خبریال جمال خاشقجي د لادرکه کېدو په اړه‌یې سپیناوی ترې غوښتی.

په استانبول کې د سعودي د حکومت د منتقد خبریال د وژنې قضیه داسې وخت بحث پارونې شوې چې تر دې مخکې هم د ریاض او انقرې اړیکې چندانې ښې نه‎دي بلل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG