د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف: پاکستان لا د پور رسمي خواست نه دی کړی


ماليې نړيوال صندوق اې اېم اېف لوګو.

د ماليې نړيوال صندوق ای اېم ايف مشرې ويلي چې د پاکستان له خوا يې لا هم د پور لپاره درخواست په رسمي توګه نه دی ترلاسه کړی.

اې اېف پي خبري اژانس او د امريکا اې بي سي نيوز د کرسټېن لي ګارډ له خولې ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه به د پاکستان د خزانې له وزير اسد عمر سره ملاقات کوي او د دې په وينا هغه ښايې پر دې مهال ورڅخه د پور لپاره رسمي خواست وکړي.

اسد عمر وار له مخه د اڼدونیزیا په بالې ښار کې دی.

د اکتوبر پر ۱۰مه د پاکستان وزیراعظم په اسلام اباد کې ويلي ول چې هېواد یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او له پور اخیستو پرته بله لار نه لري.

عمران خان زياته کړه چې پاکستان سمدستي شاوخوا ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړي ويلي ول چې د دې لپاره به د ماليې نړيوال صندوق ای اېم اېف څخه د پور اخيستو سره سره له خپلو ملګرو هېوادونو هم مرسته غواړي.

د عمران خان له خبرو ښکاري چې ښايې هېواد يې له چين او سعودي عربه کومک و غواړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG