د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې


په ننګرهار کې د افغان ملي ځواکونو عملیات.
په ننګرهار کې د افغان ملي ځواکونو عملیات.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخرووا د اکتوبر پر ۱۰مه له روس سره په الحاق شوې سیمې، کریمیا کې رسنیو ته وویل چې له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې د امريکا ځواکونه په افغانستان کې دي خو دوی د ترهګرۍ، سختدریځۍ او د مخدره موادو په مخنيوي کې کاميابه شوي نه دي.

خو امريکا او اتحاديان وايي چې افغانستان نور د ترهګرو ځاله نه ده پاته شوې او دې هېواد په تېرو ۱۷ کلونو کې د ژوند په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګ کړی دی.

له تېرو نېژدې درېوو کلونو راهیسې روسیه د افغانستان پر امنیتي وضعیت وخت پر وخت اندیښنه څرګندوي او خو پر دې هېواد داسې تورونه هم لګول شوي چې له طالبانو سره یې رابطې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG