د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېم اېف نوي پورونه د نرخونو لوړولو په شرط


که څه هم د تحریک انصاف په واکمنۍ د پاکستان نوي حکومت د ګیس نرخونه لوړ کړي او هڅه کوي چې د هېواد په اقتصادي حالت کې استحکام راولي خو د پاکستان ډان ورځپاڼه د خپلو سرچینو په حواله رپورټ ورکوي چې د پېسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د پور ورکولو لپاره د تېلو، ګېس، او بجلۍ په نرخونو او ټېکسونو کې د لا نورې اضافې غوښتنه کړې ده.

ای اېم اېف ولې له حکومته د دې اقداماتو غوښتنې کوي، د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق یې په اړه وايي، دا ځکه چې هغوی د خپلو پورونو په پرېکېدو اندېښمن وي چې د دوی پوروړی هېواد یې پور ادا کولای شي که یه.

''ای اېم اېف چې کوم ملک ته قرضه ورکوي نو اول د هغوی اقتصادي جاج اخلي. یانې د حکومت لګښتونه او امدن په غور ګوري. او دا یې معلوموي چې دا هېواد بیا قرض واپسولی شي او که نه. په دې کې په ورځینو توکیو ټېکسونه، د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه او پکې د حکومت سبسیډي په نظر کې ساتي. په دې کې زیاتره پاکستان له خسارې (زیان) سره مخامخ دی نو ځکه ای اېم اېف غواړي چې دا هېواد دې اول له خسارې ووځي بیا به پور ورکړي.''

ډاکټر معراج الحق زیاتوي تحریک انصاف چې په انتخاباتي کمپاین کې له خلکو سره کومې وعدې کړې وې نو داسې ښکاري چې د ملک چلولو لپاره به د هغې برعکس ګراني راولي. خو د تحریک انصاف په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت وايي، پورونو ته ځکه اړ دی چې دا مهال د هېواد اقتصادي وضعه ښه نه ده.

بلخوا د اقصادي چارو پوه ډاکټر محمد زبیر خان بیا وايي چې دا مسله د ګېس او بجلۍ نرخونو په زیاتولو نه هوارېږي:

''د بجلۍ او ګیس په مد کې د خسارې وجوهات دا دي چې یوې خوا ته د دې نظام یعنې تارونه او نلونه [پایپونه] ډېر زاړه شوي چې د رسد په وخت ګیس او بجلي ضایع کوي او بلخوا ته غلا هم کېږي نو له دې وجې که د ګېس او بجلۍ نرخونه که هر څومره زیات شي، دا خساره نه شي کمېدلی.''

ډاکټر محمد زبیر خان زیاتوي حکومت ته پکار ده چې د بجلۍ او ګیس د نرخونو زیاتولو پرځای په دې کې د غلا او ضایع کېدلو د مخنیوي لپاره درې میاشتنی یا شپږ میاشتنی پروګرام جوړ کړي، داراز به په هغو خلکو نور بوج نه راځي چې په ایماندارۍ خپل بلونه جمع کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG